بودروم ولسوالي د نړۍ تر ټولو د لوکسو کښتیو کوربه توب کوي

په سویلي ايژې کې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ  د نړۍ د یو زیات شمیر لوکسو کښتیو کوربه توب کوي.

1446136
بودروم ولسوالي د نړۍ تر ټولو د لوکسو کښتیو کوربه توب کوي
bodrum mega yatlar.jpg
bodrum mega yatlar1.jpg

په سویلي ايژې کې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ  د نړۍ د یو زیات شمیر لوکسو کښتیو کوربه توب کوي.

د جینیفر لوپز، حایدي کلوم او ژولیا روبیرت په څیر د نړۍ د مشهور ستورو لخوا کارونکې د ۷۵ متره په اوږدو سره د نړۍ لوکسه کښتۍ  کلود بریک  د بودروم ولسوالۍ د یالي کاواک په کلي کې لنګر اچولی دی.

دا کښتۍ چې د نړۍ تر ټولو ستونزمندو سمندرونو او په هر ډول شرایطو کې لرې پرتو نقطو ته  د سیاحت کولو په ظرفیت جوړې شوي‌ دي د کښتۍ  اسکلیټ د فولادو او پاسنۍ برخې د المونیم نه جوړې شوي‌ دي. دا لوکسۍ کښتۍ ظاهري بڼه پوځي  کښتیو ته پاتې کیږي.

پدې کښتیو کې د هیلي کوپټر نه نیولې تر حوض ، ژاکوزي، سپورت سالون، د اوبو پارک او چاپي مرکز پورې هر ډول اسانتیاوې شتون لري.

د ویلو ده چې د نړۍ یو زیات شمیر نورې مشهورې کښتۍ هم د رخصتۍ تیرولو په موخه بودروم ولسوالۍ ته راغلي‌ دي.

دې لوکسو کښتیو په سیمه کې د ټولو توجه ځانته اړولې وه.



اړوند خبرونه