په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبو پيښو شمیره د ۱۹۷ زرو نه واوښته

1444964
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
super covid19
super covid19.jpg

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۹۷ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۸ زره او  ۳۰۹   شکمن سمپلونه  ټسټ شوي  چې ۱۳۵۶ سمپلونه  مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۹۷ زره ۲۳۹ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۱۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۷۰ زره او ۵۹۵ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۹۹۶ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۸۱ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  درې  میلیونه  ۲۸۰ زره  ۱۴۴ ته لوړه شوې ده. 



اړوند خبرونه