بلومبرګ : ترکیې د لیبیا په اړه د ماکرون خیالونه په اوبو لاهو کړل

ترکیې د لیبیا په اړه د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون خیالونه په اوبو لاهو کړل. دا خبره د امریکا د بلومبرګ شبکې کړې ده .

1444591
بلومبرګ : ترکیې د لیبیا  په اړه  د ماکرون خیالونه په اوبو لاهو کړل

 

بلومبرګ د ماکرون خیالونه په اوبو لاهو شول تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده.

بلومبرګ پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي‌ دي چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په لیبیا کې د فرانسې په کړنو او خطاګانو د پردې غوړولو او په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ د رقابتونو په خاطر په لیبیا کې د ملګروملتونو سازمان لخوا د په رسمیت پيژندل شوي‌ مشروع حکومت مخالف او  د هیواد په ختیځ کې د ملیشه ځواکونو او جنګ سالار خلیفه حفتر نه د ملاتړ سره غوښتل چې هغه ته مشروعیت ورکړي .

خو د ماکرون ټول پلانونه او خیالونه د ترکیې لخوا په اوبو لاهو کړې شول.

په مقاله کې لیکل شوي‌ دي چې په لیبیا کې یواځني‌ کس چې سمه لاسته راوړنه کړې هغه هم د لیبیا د مشروع حکومت قوي ملاتړی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دی.

په لیبیا کې چې کله د فرانسې پلانونه او خیالونه په اوبو لاهو شول د فرانسې ولسمشر ماکرون په ترکیې د بې بڼسټه تورونو په پورې کولو پيل وکړ. ماکرون نن پدې ښه پوهیږي چې د حفتر نه د ملاتړ سره ستره اشتباه کړې ده خو اوس ددې اشتباه نه د راګرځیدو لار نلري.

په لیبیا کې  د وضعیت د تغیر خوړولو سره د فرانسې د ولسمشر ماکرون او بهرنیو چارو وزیر  لو دریان  لپاره د خجالت او شرم نه ډکو د بعضو پیښو د رابرسیره کیدو په معنا دي. د بیلګې په ډول  د حفتر د ځواکونو نه په نیول شوو سیمو کې د دسته جمعي قبرونه ددې ښکارندويي کوي چې دلته د فرانسې په همکارۍ او ملاتړ ډیر زیات ظلمونه شوي دي. دا خبره یوه یوه ټول په ډاګه کیږي.

همداشان پدې مقاله کې د ماکرون لخوا پر ترکیې د لګول شوو تورونو نه د هغه لخوا په لیبیا کې د فرانسې په ترسره کړو جرمونو د پردې غوړولو او بېچارګۍ ښکارندويي کوي. همداشان ماکرون د ترکېې سره په خیځه مدیترانه کې د انرژۍ د حقونو په اړه هم رقابت لري.

 

 

 


پيوندونه: #لیبیا , #فرانسه , #ترکیه

اړوند خبرونه