ترکیې لومړی ځل لپاره د توغندیو انجن جوړ کړ

په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره د ځايي‌ او ملي توغندیو لپاره  لپاره جوړ شوی د توغندي‌ انجن  د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وازمایل شو.

1439316
ترکیې لومړی ځل لپاره د توغندیو انجن جوړ کړ

 

دا مراسم چې د ترکیې د انجن صنایع شرکت په  ورکشاپ کې جوړ شوي‌ وو د صنایع وزیر د یاد شوي‌ شرکت د عمومي‌ رئیس محمود اقشیت نه د انجن په اړه معلومات واخیستل. همداشان وروسته انجن وازمایل شو.

د ازمایښت په بریالیتوب سره د سرته رسیدو نه وروسته د صنایع او تکنالوژۍ وزیر خبریالانو ته وویل چې  د ترکي انجنینیرانو لخوا جوړ شوی دا انجن د ترکیې د دفاعي‌ صنایع له پلوه یو ډیر زیات مهم پرمختګ او لاسته راوړنه ده.

هغه وویل چې نن د ترکیې د علم او تکنالوژۍ د ادارې په مرسته جوړ شوی دا ټي جي ۳۰۰ توربو د جیټ انجن وازمایل شو. دا انجن په اصل کې د منځ واټنه کښتیو د توغندیو لپاره طرحه او دیزاین شوي دي خو دا انجن په یو زیات شمیر نورو برخو کې هم د استفادې وړ دی.

دا انجن چې د ترکیې د علم او تکنالوژۍ ادارې، د ترکیې د انجن صنایع شرکت او راکټسن شرکت په ګډه همکارۍ جوړ شوی دی سره ددې چې ډیر کوچنی دی خو د ۱۳۰۰ نیوټن فشار یا ضربه  رامنځته کولی شي.

دا انجن په ۵زره فوټه ارتفاع کې د غږ په چټکتیا سره ۹۰ سلنه په سرعت سره د کارکولو ځانګړتیا لري.

همداشان دا انجن د چالانیدو په خاطر مارش ته اړتیا نلري د باد سره د چالانیدو ځانګړتیا نه برښمند دی.



اړوند خبرونه