ترکیې د کرونا ویروس ضد واکسین د جوړولو په خاطر د پام وړ پرمختګ کړی

ترکیې د کرونا ضد واکسین په حیواناتو ازمایښت چارې پیل کړي‌ دي

1437786
ترکیې د کرونا ویروس ضد واکسین د جوړولو په خاطر د پام وړ پرمختګ کړی

ترکیې د کرونا ویروس کووید ۱۹ ضد واکسین د جوړولو په برخه کې جدي‌ پرمختګ کړی دی. دا خبره د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وکړه. هغه وویل چې ترکیې د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ ضد واکسین په مسئله کې په تحقیقاتو کې ډیر جدي‌ پرمختګ کړی دی. ترکیې په حیواناتو باندې د یاد شوي‌ واکسین په ازمایښتونو پيل کړی دی. همداشان ترکیه غواړي چې د کلینکي ازمایښتونو د پیلولو نه مخکې دا بڼسټ لا پسې قوي‌ او پياوړی کړي.

د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک په پلازمینه انقره کې د حاجي تپه پوهنتون لخوا روانې د واکسین د چارو نه لیدنه وکړه.

هغه ددې لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د کووید ۱۹ د روانو تحقیقاتو او چارو په برخه کې  ترلاسه شوې نتیجه غواړو چې د کلینکي تحقیقاتو کچې راورسو او ترکیه په نړۍ کې په یو مهم او مخکښ برانډ هیواد بدل کړو.



اړوند خبرونه