ترکیې په کابل کې پر جومات ترهګری برید په کلکه توګه وغنده

ترکیه : په ترکیه کې په عبادتخانو د بریدونو په اړه اندیښمن یو

1434940
ترکیې په کابل کې پر جومات ترهګری برید په کلکه توګه وغنده

 ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې په جومات د جمعې د لمانځه پر مهال خونړی برید په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو ویلي‌ دي چې په کابل کې په جومات ترسره شوی منفور ترهګری برید په شدت سره غندو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي‌ دي چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو نن جمعه  د جون ۱۲ مه نیټه د افغانستان په پلازمینه کابل کې په جومات د ترسره شوي منفور ترهګري برید خبر ترلاسه کړ چې په ډیره کلکه توګه يي غندو. پدې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په عبادت خانو د بریدونو کچې د لوړیدو له امله  ډیر اندیښمن کړي‌ یو. په برید کې د ژوند د لاسه ورکوونکو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء دوست او ورور هیواد افغانستان ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو."



اړوند خبرونه