په ننګرهار کې ګن شمیر طالبان وژل شوي‌ دي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو لخوا د افغان ځواکونو پر امنیتي‌ پوستو ډله ایز بریدونه شوي‌.

1427026
په ننګرهار کې ګن شمیر طالبان وژل  شوي‌ دي

 

د ننګرهار ولایت د والي‌ ویاند عطاالله خوږیاڼي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه طالبانو د حصارک په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ډله ایز بریدونه وکړل چې وروسته نښتې پيل شوې.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې نښته کې ۳ تنو سیمه ایزو پولیسو او لږ تر لږه ۱۶ تنو طالب اورپکو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویاند ویلي دي چې د وژل شوو طالبانو په منځ کې د هغوې دوه ډلسمشران هر یو عباس او ادریس هم شتون لري. د طالبانو مړي‌ د جګړې په ډګر کې پاتې شوي‌ دي.

ویاند زیاته کړې ده چې د طالبانو د برید نه وروسته سیمې ته تازه دمې ځواکونه واستول شول .

طالبانو ددې نښتې او بریدونو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه