ترکیې دا ځل د انګلستان ته طبي‌ توکو مرسته وکړه

ترکیې  د انګلستان سره د نوي ډول کرونا ویروس ساري‌ ناروغۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې د طبي‌ توکو مرسته وکړه.

1395319
ترکیې دا ځل د انګلستان ته طبي‌ توکو مرسته وکړه

 

د ویلو ده چې  د ترکیې لخوا انګلستان ته استوونکو د طبي‌ توکو په مرستو بار الوتکې د پلازمینې انقرې د نوموړي‌ هیواد پر لورې حرکت وکړ.

د ترکیې د روغتیا وزارت د انګلستان سره د ان ۹۳ ماسکونو او د کرونا ویروس نه د ژغورنې د ځانګړو جامو نه بار مرستې په پوځي‌ بار وړونکې الوتکه کې انګلستان ته ولیږلې.

د مرستو په کارتونو په ترکي‌ او انګلیسي‌ ژبه د مولانا جلال الدین رومي‌ هغه ویناو ته چې ویلي‌ دي‌ د ناهیلۍ تر شا ډیرې زیاتې هیلي او د تورتمونو تر شاه ډیرې زیاتې رڼاګانې شتون لري‌ لیکل شوې وې.

ټاکل شوې ده چې انګلستان ته سبا نورې طبي‌ مرستې هم واستول شي.

ترکیې ددینه مخکې د ایټالیا، اسپانیا، شمالي‌ مقدونیا، مونینګرو، سربستان، بوسنیا هرزګوینا او کوسووا سره هم د طبي‌ توکو مرسته کړې وه.



اړوند خبرونه