ولسمشر په هیواد کې د بیلابیلو دینونو د استازو د ملي‌ همغږۍ د کمپاین سره د مرستې له امله مننه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هیواد د بیلابیلو دینونو د استازو نه د ملي‌ همغږۍ او مرستې د کمپاین نه د قوي‌ ملاتړ کولو له امله مننه وکړه.

1394449
ولسمشر په هیواد کې د بیلابیلو دینونو د استازو د ملي‌ همغږۍ د کمپاین سره د مرستې له امله مننه وکړه

 

ولسمشر اردوغان د فنر روم د پاتریک بارتولوموس، د استانبول – انقرې د سوریاني قدیم کلیسا مشر یوسف چیتین، په ترکیه کې د یهودانو دیني‌ مشر اسحق هالیوا، په ترکیه کې د ارمنيانو د کلیسا پاتریک سهاک ماشالیان او ترک یهودي‌ ټولنې رئیس ایرو کوهن سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې د هیواد د بیلا بیلو دینونو د استازو نه د کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د پیل شوې همغږۍ او مرستې راټولو د کمپاین نه د قوي‌ ملاتړ او ترسره کړو مرستو له امله جلا جلا مننه وکړه.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان پخپله د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې  او په هیواد کې اړینو هیوادوالو سره د لا زیاتې مرستې کولو په خاطر د همغږۍ ملي‌ کمپاین پیل کړ.

ددې کمپاین په ترڅ کې نږدې یو نیم میلیارد ترکي‌ لیرې مرسته راټوله شوې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې هر څه ژر به دا مرستې اړینو هیوادوالو ته ورسوي.



اړوند خبرونه