ترکیې د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت سره یوه الوتکه طبي سامان الاتو مرسته وکړه

ترکیې د نوي‌ ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت سره یوه الوتکه د طبي‌ سامان آلاتو او تجهیزاتو مرسته وکړه.

1386658
ترکیې د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت سره یوه الوتکه طبي سامان الاتو مرسته وکړه

 

د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د ټرانسپورت وزیر تولګا اتاکان د ترکیې د روغتیا وزارت لخوا دې هیواد ته استول شوو طبي‌ مرستو له امله مننه وکړه.

هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي‌ چې "  د ترکیې د روغتیا د وزارت لخوا یوه ډکه الوتکه طبي‌ مرستې شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت ته راوسیدې ."

د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ټرانسپورت وزیر د ترکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د رئیس بلال ایکشي او ترکش ایرلاین د ادارې نه هم مننه وکړه.

په ډیره پراخه تندي‌ دا مرستې مونږ رارسوونکي د ترکش ایرلاین د رئیس او ټولو چارواکیو نه مننه کوو. همداشان د ترکش ایرلاین د مشر د هغه پیغام نه چې ترکش ایرلاین تل د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت امر ته اماده دی ډیره زیاته مننه کوو.



اړوند خبرونه