ترکیش ایرلاین د مارچ د ۲۷ مې نیټې نه خپل ټول بهرني‌ پروازونه دروي

ترکیش ایرلاین د راتلوونکې جمعې نه په اعتبار سره خپل بهرني پروازونه دروي

1383169
ترکیش ایرلاین د مارچ د ۲۷ مې نیټې نه خپل ټول بهرني‌ پروازونه دروي

د ترکیې د ملکي‌ هوايي کرښو شرکت ترکش ایرلاین د نړۍ د پنځو ښارونو هانګ کانګ، مسکو، آدیس آبابا، نیویارک او واشنګټن  نه پرته د ټولې نړۍ ته خپل پروازونه د مارچ د ۲۷ مې نیټې نه د اپریل د ۱۷ مې نیټې پورې د درولو پریکړه وکړه.

دا خبره د ترکیش ایرلاین عمومي رئیس بلال ایکشي  وکړه.

هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې ترکیش ایرلاین  د هانګ کانګ، مسکو، آدیسا آبابا، نیویارک او واشنګټن نه پرته د مارچ د ۲۷ مې نیټې نه په اعتبار سره د اپریل تر ۱۷ مې پورې د خپلو ټولو بهرنیو پروازونو د درولو پریکړه وکړه.

همداشان داخلي‌ پروازونو کچه به هم راټیټه کړی شي.



اړوند خبرونه