په استانبول کې ۱۲۷ میلیونه جعلي ډالر ونیول شول

په استانبول کې  ۱۲۷ میلیونه او ۵۰۰ زره  جعلي  امریکايي ډالر  ونیول شول.

په استانبول کې ۱۲۷ میلیونه جعلي ډالر ونیول شول

په استانبول کې  ۱۲۷ میلیونه او ۵۰۰ زره  جعلي  امریکايي ډالر  ونیول شول.

د استانبول  د امنیې قومندانۍ  د مالي  چارو  پر خلاف د مبارزې  ریاست ځواکونو  د استانبول  د کاغت خانې  او ساري یر  په سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې  ۱۲۷ میلیونه او ۵۰۰ زره جعلي  ډالر  ونیول .

دې عملیاتو په لړ کې  د ډالرو د چاپ  ماشین  او  ۸ تنه  نیول شوي دي.

د استانبول  د امنیې قومندانۍ  د مالي جرمونو پر وړاندې د مبارزې  ریاست تیر کال  د جولای په میاشت کې هم په استانبول کې  ۲۷۱ میلیونه  ډالره جعلي  پيسې  نیولې وې.

په ترسره شوو تحقیقات کې  دا معلومه شوې وه چې دا پيسې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا  چاپ  او  افریقا او سویلي امریکا هیوادونو کې د یاد شوي سازمان  غړیو ته  استول کیدې.

پولیسو  د روانو تحقیقاتو په ترڅ کې  مهم  معلومات  ترلاسه کړل چې په نتیجه کې په دوو  سیمو  چاپه واچوله.

پولیسو پدې چاپه کې  ۲۷۵ میلیونه او ۵۰۰ زره جعلي امریکايي ډالر ونیول. پولیسو دا ځل  د ډالرو یو ځای ۸ تنه هم  ونیول.

د نیول شوو کسانو نه یو تن  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  غړی  پخوانی  د پولیسو کمیسار وو چې د وظیفې نه اخراج شوی وو.



اړوند خبرونه