د ایټالیا لومړی وزیر ترکیې ته راغلی دی

د ایټالیا لومړی وزیر  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه  نن  ترکیې ته راغی.

د ایټالیا لومړی وزیر ترکیې ته راغلی دی

 

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ایټالیا لومړی وزیر  جوزپه کونتې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته قبول کړ.

د ویلو ده چې  د ایټالیا  لومړی وزیر کونتې  په دنده د ګمارل کیدو نه وروسته د خپل لومړنی  سفر  پلازمینې انقرې ته وکړ. د هغه نه د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای په هوايي دګر کې هر کلی وکړ.

هغه وروسته  د ولسمشرۍ ماڼۍ ته  لاړ او د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا حضور ته ومنل شو.

د ویلو ده چې  د ولسمشر اردوغان او ایټالیا د لومړي وزیر  دوه په دوه لیدنې  یو نیم ساعت دوام وکړ.

وروسته دواړو مشرانو  د دواړو هیوادونو د هیتانو په غونډه کې ګډون وکړ.

تمه کیږي  ولسمشر اردوغان او د ایټالیا لومړی وزیر  په ګډه خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړي.



اړوند خبرونه