د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د تاسیس د کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پيغام

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب  اردوغان وویل چې په ډیرې  سرلوړۍ او افتخار سره  د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د بیرغ د رپولو په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړو.

1306847
د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د تاسیس د کلیزې په مناسبت د ولسمشر اردوغان پيغام

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د تاسیس د ۳۶ مې کلیزې  په مناسبت په خپور کړي‌  د مبارکۍ په پیغام کې کړي‌ دي.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌  پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د خپلواکۍ په لاره کې  د خپلو ژوندونو قرباني‌ کوونکو ټولو  شهیدانو نه  په ډیر درناوي‌ سره  یادونه کوم. د قبرس د خپلواکۍ د موسس مرحوم روف دینکتاش او د تیرو ۳۶ کلونو راهیسې  د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د پرمختګ، ودې او دې  ورځې ته د رارسیدو  په لاره کې د ترسره کړو زحماتو  او سر ښندونو  له امله  د ټولو نه  ډیره زیاته مننه کوو.

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌ چې  نن ورځ  هغه سیمه  چې  د قبرس ترکانو پکې  ژوند کوي‌ د ټولو  فشارونو او تهدیدونو  سره سره  د مجاهدینو او  د ترکیې د وسله والو ځواکونو  د همکاریو  او د ستر مقامت  یوه ښکاره بیلګه  ده. 

په قبرس کې    دولت زمونږ د ترک ورورنو  د سترو مبارزو او فداکاریو په نتیجه کې   جوړ شوی  او  د دیموکراسۍ  او اقتصادي‌ برخو کې  د بریالیتبونو او لاسه راوړنو سره  خپل دا بری  تاجداره  کړی دی.

خو  په  ټاپو وزمه کې  د تل پاتې سولې او عادلې  حل لارې په خاطر  ددوې  هلې ځلې  له بده مرغه چې  تل  د سویلي‌ برخې  د خنډونو سره  مخامخ شوي‌ دي. هغوې    سولې او تل پاتې حل لارې سره  تل  مخالفت کړی او خنډونه يي رامنځته کړي‌ دي.

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌ لکه څرنګه چې  د قبرس سویلي‌ برخه  د شمالي‌ برخې سره سیاسي‌ مساواتو  ته غاړه نږدي‌ په همدې شان د ستونزې د حل په لاره کې هم  د هر ډول  هلو ځلو سره مخالفت کوي.

هغوې  د قبرس  د ترک جمهوریت  په مقابل کې  چې تر ننه پورې د سیاسي‌ حل لارې په خاطر هر ډول اسانتیا رامنځته کړې  د تجرید  سیاستونو ته دوام  ورکوي.

ترکیه به په ځانګړې توګه په ختیځې مدیترانه کې  د قبرس د ترکانو  حقونو غضبولو ته  اجازه ورنکړي.

د تاریخي‌ مسئولیتونو او ژمنو  په چوکاټ کې  به  لکه څرنګه چې په  وچه کې  د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت  بیرغ رپیږي   په سمندر او هوا کې  د رپولو په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړو. 



اړوند خبرونه