د نوامبر ۱۱ مه په ترکیه کې د نیالګیو کینولو د ملي ورځې په توګه اعلان شوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د نوامبر ۱۱ مه په هیواد کې د نیالګیو کینولو  د ملي ورځې په توګه  اعلان کړه.

د نوامبر ۱۱ مه په ترکیه کې د نیالګیو کینولو د ملي ورځې په توګه اعلان شوه

 

ددینه وروسته به هر کال  په هیواد کې  د نوامبر په ۱۱ مه نيټه  د نیالګیو کینولو د ملي ورځې په توګه ولمانځل شي.

ولسمشر اردوغان  " د نوامبر ۱۱ مه د نیالګیو کینولو سفربري " له امله  د یو متحدالمال  په خپرولو سره  ویلي دي چې ترکیه د ۷۸ میلیونه هکټار سیمې سره  د  چاپیریال له نظره یو ډیر  بډایه او د تنوع خاوند  هیواد  دی.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې پدې اړه  لا زیات جزیات  د هیواد د کرنۍ او ځنګلونو د وزارت په رسمي ویبپاڼه کې شتون لري.

هغه ویلي دي چې  په پام کې لري " په ۸۱ ولایتونو کې به په ټاکل شوو ۲۰۲۳ نقطو کې  په دریو ساعتونو کې د ۱۱ میلیونو نیالګیو په کینولو سره  نړۍوال ریکارډ  جوړ کړو. د همدې امله د هیواد  د ۷ نه تر ۷۷ کلنه پورې ټولو هیوادوالو ته  پدې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکوو. پوره باور لرم چې هیوادوال به پدې مراسمو کې  د پراخه ونډې اخیستو سره زمونږ نه هر ډول ملاتړ اعلان کړي. "

ولسمشر اردوغان ددینه وروسته  د نوامبر ۱۱ مه په هیواد کې د نیالګیو کینولو د ملي ورځې په توګه اعلان کړه.



اړوند خبرونه