پاکستان د ترکیې نه د ملاتړ  اعلان وکړ.

پاکستان : د ترکیې سره په هره برخه کې ښې اړیکې لرو او ددې هیواد نه پوره ملاتړ کوو

پاکستان د ترکیې نه د ملاتړ  اعلان وکړ.

 

د پاکستان د پوهنې مسلکي روزې  او ملي میراثونو  وزیر شفقت محمود وویل چې د پاکستان خلک  د ولسمشر اردوغان او د ترکیې د خلکو نه د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  پوره ملاتړ کوي.

محمود دا څرګندونې  په پلازمینه انقره کې  د اناتولیا خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې د پاکستان او ترکیې ترمنځه په هره برخه کې قوي اړیکې  شتون لري ، د پوهنې په برخه کې همکاریو  پدې وروستیو کې د پام وړ وده کړې ده .

هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه  قوي اړیکې  په یو زیات شمیر پروژو کې  ښکاره شوي دي. د بیلګې په توګه  د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس  تیکا  په پلازمینه اسلام آباد کې  د یو لوی میلمستون  د جوړولو  پلان لري. سربیره  پر دې دې اژانس  په پاکستان کې یو زیات شمیر ښوونځي جوړ کړي دي  او مرسته يي کړې ده .

د بله پلوه د ترکیې د معارف بڼسټ  په پاکستان کې یو زیات شمیر ښوونځي  لري  او فعالیت کوي. پاکستان او ترکیه ډیرې نږدې اړیکې لري  او د هرې ورځې په تیریدو سره دا اړیکې لا پسې  قوی کیږي.

هغه وویل چې د دواړو هیوادونو زده کوونکي  یو بل هیواد ته  د تګ راتګ سره  د دواړو هیوادونو ترمنځه  اړیکي  لا پسې قوي کړي دي.

هغه وویل چې د ترکیې پوهنتونونه د ډیر لوړ کیفیت خاوندان  دي  او د اوږدې مودې راهیسې  پاکستاني  زده کوونکي  دلته په پوهنتونو کې  لوړو زده کړو ته ترجیح  ورکوي. همداشان  مونږ  غواړو چې د ترکیې  زده کوونکي هم  راشي او د پاکستان په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړي.

هغه  په پلازمینه  اسلام آباد کې د تیکا لخوا د ګرځندوی، هوټلدارۍ، اشپزۍ  او نساجي  په څیر  په برخه کې د مسلکي روزنیزو پروګرامونو  د عملي کولو نه یادونه وکړه او وویل چې  د تیکا نه  او د ترکیې نه پدې برخه کې ډیره زیاته مننه کوو. هغه وویل چې  ترکیه په هره برخه کې د ځانګړې تجربې خاوند هیواد دی پاکستان ته ددې تجاربو انتقالول  یو ډیر  ستر ګام  او خدمت  دی.

همداشان  هغه  د کشمیر په مسئله کې د ترکیې د دریځ نه  مننه وکړه او وویل چې  د ترکیې دې دریځ  مونږ  په رښتیا چې ډیر خوشحاله کړي یو.

هغه په پای کې وویل چې ترکیه د هرو برخو په څیر د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه قوي ملاتړ کوي. هغه وویل لکه څرنګه چې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف په مبارزه کې  قوي ملاتړ کړی او په نورو برخو کې به يي هم  وکړي. هغه وویل چې  په پاکستان کې د فتح الله ټول ښوونځي مو  د هغوې نه واخیستل او د ترکیې د معارف بڼسټ ته مو تسلیم کړل. همداشان  په هره برخه کې ترینه ملاتړ کوو.



اړوند خبرونه