د ترکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې لخوا په سوریه کې د پوځي عملیاتو د پیلولو نه مخکې د ولسمشر اردوغان او پوتین مهمې ټیلیفوني خبرې.

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  د فرات سیند په ختیځو برخو کې  ترسره کیدونکي  پوځي عملیات  به په سوریه کې د سولې او استقرار د ټینګښت سره  مرسته وکړي.

ولسمشر اردوغان  د روسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د پوتین سره  په ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د فرات سیند په ختیځو برخو کې  ترسره کیدونکي پوځي عملیات به  په سوریه کې د سولې او استقرار د ټینګښت سره  مرسته وکړي او پدې هیواد کې به سیاسي  حل لارې ته  لار پرانیزي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د سوریې د خلکو حق او منافعو  نه دفاع  د ترکیې له پلوه  مهم  اصل  دی  او ترکیه  پدې مسئله کې د روسیې د دریځ نه  هر کلی  او مننه  ترینه کوي.



اړوند خبرونه