د ترکیې د چناق کلا په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د چناق کلا   په ولایت کې  یو ځل  بیا په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شو.

د ترکیې د چناق کلا په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

 

د چناق کلا ولایت د سواحلو د امنیت د قومندانۍ د معلوماتو له مخې  ددوې منسوبینو  د ایوه جیک  په ولسوالۍ کې  ۴۷ تنه ناقانونه افغان کډوال چې  د پلاستیکي کښتۍ سره يي د یونان  د میدیلي ټاپو ته د تیریدو هڅه کوله  ونیول.

یادې شوقومندانۍ ویلي دي چې  نوموړي  کسان  په پلاستیکي کښتۍ کې  سپاره ول  او د میدیلي پر لورې  روان شوي وو  د  سیار رادار  لخوا تثبت  او وروسته  ونیول شول.

د سواحلو د امنیت مسئولینو  یوه پلاستیکي  کښتۍ چې هره شیبه يي په اوبو کې  د ډوبیدو  احتمال شتون  درلود   په سمندر کې ونیوله. پدې کښتۍ کې  د ۱۴ تنو ماشومانو او ۱۳ تنو ښځو په ګډون  ۴۷ تنو شتون درلود.

نیول شوي  کسان ټول د افغانستان وګړي دي.

نیول شوی ناقانونه کډوال  لومړی د ایوه جیک ولسوالۍ  د کوچوک قایا  په کلي کې د سواحلو د امنیت مرکز ته راوړل شول  او وروسته  د ایوه جیک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  وسپارل شول.

   



اړوند خبرونه