ترکیې د مالددوا پر خلاف سخت غبرګون وښود

ترکیې د مالدووا لخوا  په اسراییلو کې خپل سفارت  د تل ابیب نه  بیت المقدس  ته  د انتقالولو د پریکړې په اړه  سخت غبرګون وښود.

1218371
ترکیې د مالددوا پر خلاف سخت غبرګون وښود

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرولو سره  ویل دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره  مو  د مالدووا لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقال د تصمیم  په اړه خبر ترلاسه کړ. د بیت المقدس  موقف  د فلسطین  د مسئلې  د عادلې او تل پاتې  حل لارې  په برخه کې  کلیدي  اهمیت لري. د بیت المقدس د مسئلې نه  داخلي سیاستونو او ملاحظاتو  له امله د نړۍوالو حقوقو پر خلاف   استثمار کول  تر وروستې درجې د اندیښنې وړ مسئله ده. »

همداشان په بیان کې د نړۍوالې ټولنې ټولو غړیو  ته  د بیت المقدس د موقف په اړه د ملګروملتونو سازمان پریکړو او د بیت المقدس تاریخي  او حقوقي  موقف ته د درناوي کولو او سیمې  استقرار  د خطر سره د مخامخولو د هر ډول  تحریک امیزه اقداماتو نه د ډډه کولو  بلنه ورکړ شوې ده .

د ویلو ده چې  د مالدووا  لومړي وزیر پاول  فیلیپ  د تیرې سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې هوډ لري په اسراییلو کې  د خپل هیواد سفارت  د تل ابیب نه  بیت المقدس ته انتقال کړي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت بیا د مالدووا  د حکومت دا پریکړه  په کلکه توګه وغندله.

د بله پلوه د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان  هم  د مالدووا لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه  د بیت المقدس ته د انتقالولو پریکړه په کلکو ټکو وغندله  او ددې هیواد نه يي د خپلې دې پریکړې نه د لاس په سر کیدو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه