د ترکیې د عدلیې وزیر په واشنګټن کې د خپل امریکايي سیال سره ولیدل

عبدالحمیل ګل : امریکا باید فتح الله ګولن ترکیې ته وسپاري.

د ترکیې د عدلیې وزیر په واشنګټن کې د خپل امریکايي سیال سره ولیدل

د ترکیې د عدلیې وزیر  عبدالحمید ګل د امریکا لخوا ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګري سازمان  د مشر فتح الله ګولن د سپارولو  د بهیر په اړه وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د مجرمینو د اعادې  د تړون سربیره  نړۍوال تړونونه هم  شتون لري. امریکا باید ددې  تړونونو له مخې  ترکیې ته د فتح الله ګولن د سپارولو په برخه کې وار د مخه  جدي ګامونه اوچت کړي وی.

هغه  دا څرګندونې  په پلازمینه واشنګټن کې  د خپل امریکايي سیال ویلیم بار سره  د لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.

د ترکیې د عدلیې وزیر  د امریکايي مقاماتو سره د لیدونو کتنو  او دې هیواد ته د خپل سفر په اړه خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې  لومړی په نیویارک ښار کې د ترکیې د ورځې په ځانګړو مراسمو کې برخه واخیسته. وروسته يي د امریکا د نیوهاون  په ښار کې د سوځول شوي جومات نه لیدنه وکړه.

همداشان  په امریکا کې د میشتو ترکانو د استازو سره هم  لیدنه وکړه.

هغه  د امریکا د عدلیې د وزیر سره  د خپلې لیدنې په اړه وویل چې  « پدې لیدنه کې مو د ترکیې او  امریکا ترمنځه د عدلي همکاریو او پدې اړه په موجودو نړۍوالو تړونونو  خبرې وکړې. ډیره ګټوره  لیدنه وه. ددې په هیله چې  ښې پایلې  ترلاسه کړو. »

هغه زیاته کړه چې د امریکايي مقاماتو سره يي  د فتح الله ګولن ترهګري سازمان مشر فتح الله ګولن چې اوسمهال په امریکا کې میشت  دی ترکیې ته د سپارولو په مسئلې هم  خبرې وکړې.

هغه وویل چې امریکا د ترکیې سره د مجرمینو د اعادې د تړون سربیره  یو زیات شمیر نړۍوال تړونونه موجود دي. امریکا  ددې تړونونو له مخې باید  ترکیې ته د فتح  الله ګولن د سپارولو په برخه کې وار دمخه جدي ګامونه اوچت کړي وی.

پدې برخه کې  اوس هم  د امریکا لخوا د جدي ګام  نه اوچتول  د منلو وړ خبره نده.

په ځانګړې توګه  د ترکیې د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا  امریکا ته  د استولو اسناد ، شواهدو او دلایلو سره سره  د امریکا لخوا  د ترکیې د اعادې  غوښتنې ته  مثبت ځواب نه ورکول  د منلو وړ خبره نده.

هغه وویل چې ترکیې د یو دولت نه چې حقوق پکې د هر څه نه لوړ دي  د قانون او حقوقو له مخې غوښتنه کړې ده . هغه وویل چې امریکا باید د ترکیې دولت  او قضايي ارګانونو غوښتنه پوره کړي.

هغه وویل لکه څرنګه چې ترکیې  د ډیرو قوي اسناد او شواهدو سره  امریکايي مقاماتو ته ټول دلایل وړاندې کړي دي  ددینه وروسته به نور هم  وړاندې کړي او ددې مسئلې نه به لاس په سر نشي.

هغه وویل لکه څرنګه چې ترکیې په کراتو د قانون په چوکاټ کې د امریکا غوښتنې منلي او مجرمین يي  ورته سپارلي دي  امریکا هم  باید ورته  اقدام وکړي. امریکا هم  باید ورته ګام اوچت کړي او فتح الله ګولن ترکیې ته وسپاري.



اړوند خبرونه