د سولې د چینې عملیات

موخه ثبات
هدف د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

د ترکیې د چناق قلعه  ولایت د ایوه جک  په ولسوالۍ کې  ۳۴ تنه ناقانونه کډوال چې یونان ته د تیریدو هڅه کوله  ونیول شول.

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

 

د چناق قلعه د ولایت نه  د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  په شمالي ایژې سمندر کې د ناقانونه کډوالو د مرګ ژوبلې  د او تګ راتګ د مخنیوي د فعالیتونو په چوکاټ کې  د سواحلو د امنیت پولیسو د ایوه جک ولسوالۍ د کوچوک قویو د کلي په سواحلو کې  یوه ډله  ناقانونه کډوال چې  د پلاستیکي کښتۍ سره  یونان ته د تیریدو هڅه کوله  او په لوی لاس د مرګ پر لورې  روان  ول  تثبیت او ونیول شول.

د سواحلو د امنیت ځواکونو سمدلاسه د نوموړو کډوالو د نیولو په خاطر په عملیاتو لاس پورې کړ  او کډوال يي  روغ رمټ  ونیول . ویل کیږي په نیول شوو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم  ګډون لري.

نیول شوي کډوال د افغانستان وګړي دي.

نیول شوي کډوال  د کوچوک قویو  د سواحل د امنیت په مرکز کې د ابتدایي تحقیقاتو او قانوني مراحلو د پلي کولو نه وروسته  د ایوه جک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  وسپارل شول.

امنیتي ځواکونو وویل چې  په وخت  مداخلې  د کډوالو د احتمالي فاجعې مخه ونیوله.



اړوند خبرونه