د ترکیې د ترک تبارو ټولنو د ریاست رئیس په سوریه کې د ترهګرو نه د تصفیه شوو سیمو نه لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست رئیس عبدالله ایرن  د سوریې په شمال کې  د ترکیې لخوا د فرات ډال او زیتون څانګې د پوځي عملیاتو په پایله کې د ترهګرو نه د تصفیه شوو سیمو نه  لیدنه وکړه.

1202104
د ترکیې د ترک تبارو ټولنو د ریاست رئیس په سوریه کې د ترهګرو نه د تصفیه شوو سیمو نه لیدنه وکړه
ytb firat kalkani1.jpg

 

د عبدالله ایرن سره پدې سفر کې  یو هیئت هم ملګرتیا کوله.

د عبدالله ایرن په مشرۍ هیئت  د ترکیې د کیلیس ولایت د پولې نه پورې غاړې ته د سوریې د عزیز، جرابلس،الباب  او چوبان بای په سیمو کې  تعلیمي  فعالیتونه د نږدې نه ولیدل  او په سیمه کې د پوهنتون هم  لیدنه وکړه.

نوموړي  هیئت  د سوریې د چوبان بای په سیمه کې  د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست لخوا جوړ شوي  د عفرین په عملیاتو کې د ترکیې د لومړني شهید شوي سرتیري موسی اوزالکان  په نامه  په کولتوري مرکز کې  په روژه ماتي کې  د یتیمانو، بې وزله او سیمې د خلکو سره  لیدنه وکړه.

د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو رئیس  عبدالله ایرن  دلته په خپله وینا کې وویل چې  ددوې ریاست  د سوریې د هغه ځوانانو لپاره چې د کورنۍ جګړې له امله د زده کړو او تعلیم  نه  محروم  پاتې شوي دي  د تعلیم  او زده کړو د فرصت د برابرولو په خاطر  ډیرې زیاتې پروژې د لاس لاندې نیولي دي. دا ځوانان د سوریې د راتلوونکي د جوړولو په خاطر  ځانګړی اهمیت لري او دوی به د هیواد د بارغونې په برخه مهم  رول  ولوبوي.

هغه وویل چې  د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست  نوموړو ځوانانو ته د لوړوزړو د فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهم مسئولیت په غاړه اخلي.

سوري ځوانانو ته  په کمپونو او ښارونو کې د لوړو زده کړو فرصت برابرو. هغه وویل چې  ددې سفر نه  اصلي موخه  د ترکیې د پوځي عملیاتو په پایله کې له ترهګرو نه د تصفیه شوو سیمو نه د نږدې نه  لیدنه  او پدې سیمه کې  د تعلیم او زده کړو په برخه کې د ګامونو د اوچتولو په خاطر  ارزیابي  او سوریې د ترکمنانو سره  د نږدې لیدنه ده.   



اړوند خبرونه