د ترکیې په ملي شورا د ترهګریز  برید  مخنیوی  وشو.

د ترکیې پر ملي شورا د ناکامه ترهګریز برید هڅه وشوه

د ترکیې په ملي شورا د ترهګریز  برید  مخنیوی  وشو.

 

دوه  تنه ترهګر  چې د مراجعینو په توګه د مراجعینو  سالون ته  ننوتي دلته يي د بعضو کارکوونکو  د برمته کولو  هڅه وکړه.

د امنیتي ځواکونو  د پر وخت مداخلې سره دواړه ترهګر  مخکې ددې چې  برید وکړي  او یا  ملي شورا کارکوونکو ته  کوم زیان  ورسوي  له خپو وغورځول شول  او ونیول شول.

امنیتي ځواکونو ویلي دي چې نیول شوي  ترهګر  د DHKP-C    ترهګرې ډلې غړي دي.

امنیتي ځواکونو  د نوموړو ترهګرو د ځان پورې تړل شوي ځینې تشې کوتۍ چې د چاودیدونکو توکو او بمونو  رنګ ورکړل شوی وو  نیولي دي.

ویل کیږي  نیول شول شوو کسانو  د ترهګرۍ په تور  په محکمه کې څو دوسیې  درلودې چې د محکمې لخوا يي  د نیولو حکم  هم  موجود وو.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو د ریاست رئیس  فخرالدین  التون ویلي دي چې دا ترهګری  برید په اصل کې  د ترکيې د ملت پر خلاف ترسره شوی  یو ناوړه اقدام دی.

فخرالدین التون  د نوموړي  برید په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې  ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  د د DHKP-C   ترهګرې ډلې د ترهګرو لخوا  په ملي شورا د برید  اقدام په اصل کې د ملت په ارادې  ترسره  شوی  برید دی.



اړوند خبرونه