د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان او پوتین ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  ټیلیفوني خبرې وکړې.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره  په سوریه کې  د اسد رژیم لخوا په ادلب کې  د ترکېې او روسیې د همکاريو پر خلاف د ورانکارانه فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

التون ویلي دي چې پدې ټیلیفوني خبرو  کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سوریې د ادلب په سیمه کې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان خپل روسي سیال ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د اسد رژیم په ځانګړې توګه د تیرو دوو اونیو راهیسې  په ادلب کې د تاوتریخوالي د کمولو په خاطر په جوړه شوې  سیمه کې  د اوربند  نه په تیري پیل کړی دی. د اسد د رژیم دا ډول  اقدامات د انديښنې وړ دي. د اسد د رژیم لخوا د ملکي استوګنځایونو سربیره په ښوونځیو او روغتونونو  هوايي بریدونه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د بهانې سره  د اظهار وړ ندي.

اسد رژیم غواړي چې ددې ډول  بریدونو  او ورانکارانه فعالیتونو سره  په ادلب کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د همکاریو سبوتاژول  او د استانه بهیر ته زیان  رسول دي. ولسمشر اردوغان وویل چې  په ادلب  بریدونه  د اساسي قانون  د کمیټې چارې  او سیاسي بهیر هم  د خنډ  او ګواښ سره مخامخوي.

دواړو مشرانو  د سوچي  د بهیر په اړه  ژمنتیا  تازه کړه  . ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  تر ننه پورې  د سوچي د بهیر د عملي کولو سره  د سولې او سیاسي حل لارې په برخه کې ډیر مهم  پرمختګ شوی دی. خو  د اسد رژیم بریدونه  کیدای شي چې دا بهیر هم  د ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي.

التون ویلي دي چې د ترکیې او روسیې ولسمشرانو پدې وروستیو کې په بوسیناهرزګوینا کې  د حکومت په اړه په روان کړکیچ هم  خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې نړۍوالو سازمونو سره د سیمې همکاري  د سولې او ثبات په برخه کې لازمي خبره ده.



اړوند خبرونه