ترکیه خپله تر ټولو پرمختللې جنګي چورلکه نندارې ته وړاندې کوي

ترکیه د نړۍ د مهمو دفاعي صنایعو د نندارتونونو نه  د ( IDEF 19 )  په نندارتون کې خپله تر ټولو نوې  تعرضي جنګي چورلکه  نندارې ته وړاندې کوي.

ترکیه خپله تر ټولو پرمختللې جنګي چورلکه نندارې ته وړاندې کوي

 

ترکیه  به  پدې نندارتون کې  اټاک ۲ په نامه مشهوره خپله وروستۍ  تر ټولو قوي جنګي چورلکه  چې د نړۍ په وروستۍ ټکنالوژۍ سمبال ده نندارې ته وړاندې کړي.

چورلکه به  پدې نندارتون  کې  په ځايي مهماتو سمباله  نندارې ته وړاندې شي.

د ویلو ده چې  اټاک ۲ پرمختللې جنګي الوتکې پروژه  د ترکیې د وسله والو ځواکونو د اړتیا  له مخې  طرحه  او  ډیزاین شوې ده .

دا چورلکه  به د ډیر  دروند  بار د انتقال، په ډیرو سختو او بدو  هوا  شرایطو کې د الوتنې  او مقامت، د هدف د تعقیب  ، عکاسۍ  او ښودو  په ډیرې لوړې تکنالوژۍ ، سیروسفر، مخابراتو  او وسلو او مهماتو  سمباله  جوړیږي. دا چورلکه به د ډیر  قوي مانور  خاونده وي.

د ویلو ده چې  د دفاعي صنایعو دا ۱۴ م  نړۍوال نندارتون  د اپریل په ۳۰ مه نيټه په استانبول کې پیلیږي او د مې  تر ۳ یمې نیټې به دوام  وکړي.

 



اړوند خبرونه