د ناټو د پارلمانونو د اسمبلې مشره : ترکیه د اس ۴۰۰ په مسله کې خپلواکه دی

د ناټو سازمان  د پارلمانونو د اسمبلې  مشرې  د ترکیې لخوا د روسيې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  د رانیولو په اړه وویل چې « دا تصمیم  د ترکیې پورې اړه  لري چې  د چا نه  څه اخلي.»

د ناټو د پارلمانونو د اسمبلې مشره : ترکیه د اس ۴۰۰ په مسله کې خپلواکه دی

 

د ناټو  سازمان د پارلمانونو د اسمبلې  مشرې  د اپریل د ۱۲ او ۱۴ مو نیټو ترمنځه  د ترکیې د انتالیا په ولایت کې جوړه شوې د ناټو سازمان د پارلمانونو د اسمبلې  د مدیترانې او  منځني ختیځ د ځانګړې ډلې په ګډه غونډه کې ګډون وکړ.

هغې  د ترکیې لخوا د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو  او په ناټو سازمان کې د ترکیې د رول په اړه  د اناتولیا خبري اژانس  پوښتنې ځواب کړې.

هغې  د ترکیې نه د ناټو سازمان  د یو ډیر غښتلي  او قوي غړي هیواد په توګه یادونه وکړه  او وویل چې ترکیې تل   د ناټو سازمان په چوکاټ کې  په ډیر مهمو پيښو  او ماموریتونو کې ډیرې مهم مسئولیتونه او دندې  په غاړه اخیستې دي. د بیلګې په توګه د افغانستان ، عراق او کوسووا کې  د ترکیې د مهم رول نه یادونه کولای شو.

هغې وویل چې ترکیه  د ناټو په سازمان کې  یو ډیر غښتلي ، قوي  او مسئولیتونو خاوند  غړی هیواد دی.

هغې  د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « لکه څرنګه چې د ناټو سازمان  عمومي مشر ینس ستولتنبرګ هم  ویلي دي ، دا تصمیم  د ترکیې پورې اړه لري چې د چا نه  څه رانیسي. زما په اند  ستولتنبرګ  ډیره پر ځای  خبره کړې ده . دا چې ترکیه  د چا نه کومه وسله  او یا پوځي توکي رانیسي  دا  تصمیم د ترکیې پورې اړه لري. سربیره  پر دې  د ناټو سازمان  ټول غړي  پدې ډول  تصامیمو کې خپلواکه دي. د ناټو څه سازمان هیڅوخت  د خپلو غړیو  پداسې  مسایلو کې مداخله نکوي. چا ته  دا نه وايي چې د چا نه څه واخلي او یا يي وانخلي. ځکه چې دا ډول مداخلې د ناټو سازمان  په چارو کې ځای نلري. »

همداشان  د ناټو سازمان د پارلمانونو  د اسمبلې مرستیال فرانکلین وان کاپن  بیا وویل چې  « پدې ټول ښه پوهیږي چې  ترکیې د اوږدې مودې راهیسې  د امریکا نه  د پاتریوت  دفاعي توغندیو د سیستم  غوښتنه کوله خو امریکا ترکیې ته مثبت ځواب ورنکړ. ترکیه  حق لري چې  د خپلو پولو د دفاع په خاطر  دفاعي سیستم  ولري. »

همداشان د ناټو سازمان د مدیترانې او منځني ختيځ د ځانګړې ډلې رئیس فیلیپ فولیوت  بیا وویل چې ترکیه  یواځې  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  نه بلکې د هر ډول  وسلې او مهماتو  د رانیولو په برخه کې خودمختاره  او خپلواکه  دی. د ناټو هر غړی  د خپلو ملي ګټو او اړتیاو په برخه کې  په ازاده توګه  د حرکت کولو  حق لري .  



اړوند خبرونه