د فرانسې پر خلاف د ترکیې ډیر سخت غبرګون

ترکیې  د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون لخوا د یو فرمان په خپرولو سره  د اپریل ۲۴ مه نیټه په هیواد کې  تش په نامه  د ارامنه نسل وژنې د یاد د ورځې په توګه د اعلانولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او د فرانسې دا ناسم  اقدام يي په کلکه توګه وغنده.

د فرانسې پر خلاف د ترکیې ډیر سخت غبرګون

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مسئلې په اړه ویلي دي چې  د فرانسې  دا د دوستۍ نه لرې  چلند  د ترکیې او فرانسې ترمنځه پر اړیکو  منفي اغیزې کوي. د فرانسې د ولسمشر دې پریکړې په نوموړي هیواد کې میشت  څه باندې ۷۰۰ زره تنه ترکان  دردولي  دي. ترکیه به د فرانسې  دې چلند  او اقدام ته  د هرې لارې  لازم  ځواب ورکړي.

د ویلو ده چې د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم  د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون  لخوا د اپریل ۲۴ مه د تش په نامه د ارامنه نسل وژنې  د یاد د ورځې په توګه د اعلانولو د پریکړې په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  ماکرون د دې پریکړې سره  د اروپا د بشري حقونو د محکمې  او د فرانسې د اساسي قانون د محکمې پریکړې  د خپو لاندې کړي دي. ماکرون  د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال  د ارمنیانو سره د کړې ژمنې د سرته رسولو په خاطر  دا اقدام کړی دی. د هغه دا ګام په ښکاره توګه  پاپولیزم  دی. فرانسې ولسمشر ددې پریکړې نه مخکې باید  خپل تورتم  تاریخ  ته  لنډه کتنه کړي وی. د فرانسې لخوا په رواندا کې  د ترسره شوي قتل عام نه  ډیر وخت نه تیریږي. د رواندا  قتل عام  اوس هم  ډیر تازه  دی.

د ویلو ده چې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چې د ترکیې او هالنډ ترمنځه ویتنبرګ په ۷ م کنفرانس کې د ګډون په خاطر  نوموړي هیواد ته سفر کړی دی. هغه د کنفرانس نه وروسته په امستردام ښار کې  د خپل هالنډي سیال سره  په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه  دلته  د فرانسې د ولسمشر لخوا د تش په نامه د ارامنه نسل وژنې اړوند د پریکړې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د فرانسې د ولسمشر دا تصمیم زمونږ لپاره د ذرې په اندازه کوم اهمیت او اعتبار نلري. ددې مسئلې په اړه  مونږ هم  وار د مخه  ځینې تدابیر نیول شوي دي او انقره به هم  لازم  ګامونه اوچت کړي. »

هغه وویل چې  د تاریخي  پيښو د تحریفولو سره  دا ډول سیاسي پریکړې  د سیاستوالو د شان سره برابرې ندي. د هر څه نه مخکې د تاریخي مسئلو په اړه د سیاستوالو لخوا پریکړې کول  سمه  او منطقي خبره نده. یو بیا  د فرانسې په څیر  د یو هیواد لخوا پدې اړه پریکړه کوم  ډیره کمیدي خبره ده. فرانسه لومړی باید خپل تورتم  تاریخ ته  لنډه کتنه وکړي.

هغه وویل چې  د مسئلې په اړه يي د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي دي او د ترکیې ناراحتي يي ورته بیان کړې ده .

د ویلو ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون  تیره شپه  د یو فرمان په صادرولو سره  د اپریل ۲۴ مه نیټه په فرانسه کې  تش په نامه د ارامنه نسل وژنې د یاد  د ورځې په توګه  اعلان کړه.

د فرانسې د ولسمشر د پریکړې له مخې به دا ورځ  ددینه وروسته په فرانسه کې  د تش په نامه د ارامنه  د نسل وژنې د یاد د ورځې په توګه لمانځل کیږي.   


پيوندونه: غبرګون , فرانسه , ترکیه

اړوند خبرونه