ترکیې او قزاقستان ترمنځه د ۲۰۱۹ کال اړوند د پوځي همکاریو پلان لاسلیک شو.
ترکیې او قزاقستان ته ترمنځه د پوځي همکاریو کچه لوړیږي
1163288

ترکیې او قزاقستان ترمنځه د ۲۰۱۹ کال اړوند د پوځي همکاریو پلان لاسلیک شو.
د قزاقستان د دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ترکېې او قزاقستان د دفاع د وزارت استازو د قزاقستان په پلازمینه استانا کې د لومړي ولسمشر د ملي دفاع په پوهنتون کې سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پای کې د ترکیې او قزاقستان ترمنځه د ۲۰۱۹ کال اړوند د پوځي همکاریو په چوکاټ کې د پوځي استخباراتو، د جګړې لپاره د چمتوالي، د سوله ایزو ځواکونو د فعالیتونو، سایبر امنیت او یو زیات شمیر نورو برخو په ګډون ۱۷ برخو کې د پوځي همکاریو پلان لاسلیک شو.
اړوند خبرونه

ترکیې بهرنیو چارو وزیر فلسطین ته سفر وکړ
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د رسمي سفر په ترڅ کې د فلسطین رام الله ښار ته ورسید.