د ترکیې په اړه د اروپا د پارلمان راپور خپور شو

د اروپا پارلمان  د ۲۰۱۸ کال اړوند  په خپور کړي راپور کې  په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب  د مذاکراتو په رسمي توګه د ځنډولو  غوښته کړې ده .

د ترکیې په اړه د اروپا د پارلمان راپور خپور شو

 

دا راپور چې د هالنډ د پارلمان د غړې او د ترکیې  د راپورترې  کیتي پیري لخوا شوی دی  د فرانسې  د ستراسبورګ  په ښار کې  د اروپا د پارلمان په عمومي غونډه کې پرې  رای اچونه وشوه.

د ویلو ده چې  د اروپا په پارلمان کې  د  ۲۰۱۸ کال د ترکیې په راپور د رای اچونې په پایله کې  راپور  د ۱۰۹ مخالفو،  ۱۴۳ ممتنع  په مقابل کې  د ۳۷۰ رایو سره  ومنل شو.

دا راپور  چې  عملي جنبه  نلري  او یواځې  د توصیه يي جنبه لري  په ترکیې پکې  نیوکې شوي دي. دې راپور  د ترکیې هم سخت غبرګون پارولی دی.

د بله پلوه  د اروپا د پارلمان د نوموړي راپور سره سره  د انقرې او  اروپايي ټولنې ترمنځه  ډیپلوماتیکې اړیکې په ډیره  لوړه کچه دوام لري.

د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځه  تر ټولو د عالي ارګان  د ګد شراکت د شورا غونډه  د ۴ کلونو نه وروسته  سبا  د بلجیم په پلازمینه  بروکسل  کې  جوړیږي.

ددې  غونډې مشري به   د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اروپايي ټولنې د بهرنیو سیاستونو او امنیت عالي استازې  فیدریکو موګرینی  وکړي.

دا غونډه  د اروپايی ټولنې سره  د رسمي مذاکراتو او ډیالوګ د دوام  له پلوه  ځانګړی اهمیت لري. په غونډه کې به  د اروپايي ټولنې د وسعت د چارو مسئول  جانیس هان هم  ګډون  وکړي.

پدې غونډه کې به  دواړه خواوې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره په سیمه ایزو مسئلو په هر اړخیزه توګه خبرې وکړي.

په غونډه کې به  د ترکیې وګړو ته د اروپا د ویزې د معافیت، د ګمرکي یووالي  په تړون د بیا کتنې، د ټولنې د غړیتوب په خاطر د مذاکراتو په بهیر او د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د مسئلې په ګډون  په یو زیات  شمیر مسئلو  خبرې وکړي.



اړوند خبرونه