ولسمشر اردوغان  د اسراییلو د لومړي وزیر نه  د غل  او  قاتل ظالم په توګه یادونه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اسراییلو پر خلاف یو ځل بیا ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان  د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو نه  د ۷ کلن فلسطینی ماشوم د قاتل  یو ظالم  په توګه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان  د اسراییلو د لومړي وزیر نه  د غل  او  قاتل ظالم په توګه یادونه وکړه.

 

ولسمشر اردوغان  د پلازمینې انقرې  د پورساکلر په ولسوالۍ کې  هیوادوالو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې په مسجد الاقصی  د اسراییلي ځواکونو  د چاپې  او پدې  چاپه کې  د یو تن ۷ کلن فلسطیني ماشوم  د وژل کیدو له امله د اسراییلو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان  د اسراییلو د لومړي وزیر نه  د غل  او  قاتل ظالم په توګه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان د اسراییلو پر لومړي وزیر نتنیاهو غږ وکړ « ای نتنیاهو په خود شه، ته  د ۷ کلن فلسطیني ماشوم  قاتل  او ظالم يي. ته  د ښځو  بندي کوونکی ظالم يي . ستاسې  پولیس  او پوځیان  د پوځي  موزو  او بوتانو سره  زمونږ  سپڅلي  مکان  مسجدالاقصی جومات ته  داخلیږي. مونږ  په خپل هیواد کې  کله هم په کوم  یهودي  ظلم  ندی کړی. تر اوسه پورې  مونږ هیڅکله هم  په کوم سیناګوګ  ستاسې په څیر چاپه نده اچولې. د نورو د مقدساتو سره  مو  ستاسې په څیر  چلند  ندی کړی. زمونږ د تحریکولو هڅه مکوۍ ځکه چې  مونږ ستاسې پدې چټلو  لوبو فریب نه خورو. خو یوه خبره  باید هیره نکړۍ  چې ستاسې نه به ددې کړنو  پوښتنه وکړو. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  زمونږ په سپڅلي مکان  مسجد الاقصی  د هر برید په مقابل کې به  دریږو  . مونږ به هیچا ته اجازه ورنکړو چې  زمونږ  سپڅلي مکان  ته  د موزو او چټلو  بوټانو نه  داخل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  پدې اړه مو د بهرنیو چارو وزیر ته هدایت وکړ چې د نړۍوالو ټولنې سره  په لیدونو پيل وکړي. که چیرې هر سړی  چپه خوله هم  پاتې شي مونږ  چپه خوله نه پاتې کیږو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  اسلامي نړۍ ته د بیت المقدس د اهمیت سره سم  د  ددې مقدس ښار  د ادارې په خاطر به  مبارزې ته د خپلې وروستۍ سلګې پورې دوام  ورکړو.  



اړوند خبرونه