ترکیې په کشمیر کې د امنیتي ځواکونو په کتار برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې د هندوستان  تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې  د امنیتي ځواکونو  په کتار  ترهګری  برید  په کلکو ټکو وغنده.

ترکیې په کشمیر کې د امنیتي ځواکونو په کتار برید په کلکو ټکو وغنده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي  تیره ورځ  په جمو کشمیر کې  د امنیتي ځواکونو په کتار  ترهګری  برید په کلکو ټکو غندو.

په بیان کې راغلي دي « په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ  په جمو کشمیر کې د امنیتي ځواکونوپه کتار  د ترهګري برید چې په پایله کې  ګن شمیر امنیتي ځواکونو ته  مرګ ژوبله اوښتې ته  خبر ترلاسه کړ. دا منفور او ترهګری برید په کلکو ټکو غندو. ددې پيښې د قربانیانو کورنیو ، د هندوستان  ملت او حکومت د تسلیت مراتب وړاندې کوو. ټپیانو ته  د عاجلې شفاء غوښتنه کوو. ترکیه پدې وروستیو کې په جمو کشمیر کې په روان تاوتریخوالي کې  د ځاني زیانونو په اړه  ژوره اندیښنه لري. د سیمې ستونزه  د ملګروملتونو سازمان د پریکړو په رڼا کې  د خبرو اترو ا مذاکراتو له لارې  د حل  غوښتنه کوو  . »

د ویلو ده  چې  پرون  د هند تر کنټرول لاندې  په جمو کشمیر کې  د پولیسو  په یو کتار چې د سرینګر ښار پر لورې روان وو ترهګری برید وشو. پدې برید کې  لږ تر لږه ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او تر شلو تنو ډیر ټپيان شول.

د برید مسئولیت د جیش المحمد په نامه  ډلې په غاړه واخیست. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي  ددې برید نه  د یو ډیر پست او بزدلانه  برید په توګه یادونه وکړه.

هغه دا برید په کلکو ټکو وغنده.   



اړوند خبرونه