د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشرانو د سوچي د غونډې نه وروسته ګده اعلامیه خپره کړه

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران د ولسمشر حسن روحاني  په ګډون  جوړه شوې  د سوریې اړوند د درې اړخیزې سرمشریزې نه وروسته  د دړې واړو هیوادونو مشرانو ګډه اعلامیه خپره کړه.

د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشرانو د سوچي د غونډې نه وروسته ګده اعلامیه خپره کړه

 

د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشرانو پدې ګډه اعلامیه کې  یو ځل بیا  د سوریې په ارضي تمامیت، مځکنۍ بشپړتیا  او ملي یووالي ټینګار کړی دی. نوموړو  د سوریې  د ویشلو اړوند د اقداماتو پر خلاف  په قاطع ډول سره  مخالفت  وښود.

همداشان په اعلامیه کې راغلي دي چې  د سوریې د خاورې نه د امریکايي ځواکونو وتل به ددې هیواد د امنیت او استقرار په ټینګښت کې  لا زیاته مرسته وکړي.

همداشان  د ترکیې، روسیې  او ایران ولسمشرانو  د سوریې په ادلب کې د امن په سیمه کې  د اوربند نه د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې  د لازمو ګامونو د اوچتولو په اړه  په تفاهم  ورسیدل.

همداشان  مشرانو  د ترهګرو سازمانونو پر خلاف  د ګډې همکارۍ د دوام  هوکړه وکړه.

د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشرانو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې پوره باور لري چې د سوریې روانه ستونزه  د پوځي لارو څخه  د حل وړ نده. د سوریې د روانې ستونزې د حل یواځنۍ لاره  د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړو سره  سم  د سوریې په مشرۍ او کوربه توب  د سیاسي حل لاره ده.

همداشان  نوموړو هیوادونو مشرانو په سوریه کې  د اساسي قانون  د کمیټې د جوړولو  په اړه  د ګړندیو ګامونو  اوچتولو  په برخه کې هم  تفاهم وکړ.

د بله پلوه  مشرانو  د سوریې د رژیم  او مخالفو ترمنځه  د زندانیانو د تبادلې  نه هم  هر کلی وکړ.

د ترکیې ، روسیې  او ایران ولسمشرانو   په ملګروملتونو سازمان او نړۍوالې ټولنې  د سوریې سره د بشري مرستو د کچې د لوړولو  غږ وکړ. نوموړو  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  سوري کډوالو ته چې د هیواد دننه او بهر  ژوند کوي خپلو اصلي سیمو او کور کلو  ته په خونډي  او رضاکارانه  ډول  ستنولو ته  زمینه برابره کړی شي.

همداشان  مشران  د اپریل په میاشت کې په استانه کې د سوریې په اړه د ۱۲ م ځل لپاره د کنفرانس  د جوړولو په اړه  په تفاهم  ورسیدل.

راتلوونکې  درې اړخیزه سرمشریزه به په ترکیه کې  جوړه شي.



اړوند خبرونه