عبدالله ایرن : ترکیه به تر ۲۰۲۰ کاله د لوړو زده کړو په برخه کې په نړۍوال مرکز بدل شي

د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست  رئیس عبدالله ایرن وویل چې ترکیه به تر ۲۰۲۰ کاله پورې  د ۲۰۰ زرو تنو بهرنیو زده کوونکو د کوربه توب سره  د لوړو زده کړو په برخه کې به په نړۍوال مرکز بدل شي.

1146132
عبدالله ایرن : ترکیه به تر ۲۰۲۰ کاله د لوړو زده کړو په برخه کې په نړۍوال مرکز بدل شي

 

عبدالله ایرن  دا څرګندنې د ملګروملتونو په عمومي مرکز کې  په جوړ شوو مراسمو کې وکړې. هغه  دلته په خپله وینا کې  د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنې د ریاست د فعالیتونو او په ترکیه کې د بهرنیو زده کوونکو لپاره  د لوړو زده کړو د فرصتو  او تحصیلي بورسونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوی  دی  او د چارو په لومړیتوب کې د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو سره  د هیواد د اړیکو لا قوي کول  او د هغوې د حقونو نه دفاع کول دي.

همداشان  دې ریاست  د خپلو فعالیتونو لمن  کولتوري او ټولنیزو برخو ته هم  غځولې  او د ګډ کولتور او تاریخي میراث خاوند  جغرافیه کې د ټولنو ترمنځه  د اړیکو د لا قوي کولو په برخه کې  کار کوي.

هغه په ترکیه کې  په لوړو زده کړو بوختو بهرنیو زده کوونکو  او ترکیې د تحصیلي بورسونو او امکاناتو په اړه هم  معلومات ورکړل .

هغه وویل چې په ټوله نړۍ کې  د ۲۰۱۹ نه په اعتبار سره  ۷ میلیونه تنه  نړۍوال زده کوونکي  شتون لري. همداشان  نن ورځ  په ترکیه کې څه باندې  ۱۵۰ زره تنه بهرني یا نړۍوال زده کوونکي په لوړه زده کړو بوخت دي. پدې تیرو ۷ کلونو کې  په ترکیه کې د بهرنیو زده کړو شمیره  ۷ برابره  لوړه شوې ده .

هغه وویل چې په ترکیه کې  د نوموړو ۱۵۰ زرو تنو بهرنیو زده کوونکو نه  ۱۷ زره تنه   د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست د تحصیلي بورسونو په ترلاسه کولو سره  لوړې زده کړې کوي. انشاالله چې تر ۲۰۲۰ کاله به په ترکیه کې د بهرنیو زده کړونکو شمیره  تر ۲۰۰ زرو تنو واوړي. ترکیه به د لوړو زده کړو په برخه کې په نړۍوال مرکز بدل کړو.



اړوند خبرونه