په قطر کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ستر بری  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  ولمانځل شو.

په قطر کې په ټولټاکنو کې د ولسمشر اردوغان ستر بری ولمانځل شو

1001660
په قطر کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ستر بری  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  ولمانځل شو.

 په قطر کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ستر بری  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  ولمانځل شو.

دا مراسم  په قطر کې میشت  د نامتو سوري  سوداګر فهد حمد المشهداني  لخوا  جوړ شوي وو.

پدې   مراسمو کې په قطر کې د ترکیې لوی سفیر فیکرت اوزر، په دوحه کې د ترکي ښوونځیو  مسئولینو، د سوري مخالفینو او انقلابي ځواکونو د ملي  ایتلاف پخواني مشر معاذ الخطیب ، سوري مخالفینو استازو او په لسګونو تنو  سوري او قطري  وګړو ګډون کړی وو.

په مراسمو کې  د سوري کډوالو  لخوا لیکل شوي  شعرونه ولوستل شول.

په قطر کې د ترکیې لوی سفیر  په مراسمو کې د ګډون کوونکو ،  په قطر کې د میشتو سوري وګړو  او ددې مراسمو تنظیموونکي نه مننه وکړه.

هغه وویل چې دا مراسم  او دا خوښي زمونږ د ملتونو  ترمنځه  د قوي  او ژورور اړیکو  ښکارندويي کوي.

همداشان  د مراسمو بل ویناوال  سوري سوداګر  المشهداني  وویل چې  په ترکیه کې  د جون د ۲۴ مې نیټې په ټولټاکنو کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان  او عدالت او پراختیا ګوند  بری  یواځې  د ترکیې  د خلکو نه بلکې د سیمې  او نړۍ د مظلومانو بری  دی. دا د ټول عالم اسلام  بری  دی. دا د ټول  اسلامي امت  بری  دی.



اړوند خبرونه