اردوغان: موږ مسلمانان د غندلو پرته بل څه نه كوو.

د بيت المقدس په آزموينه كې نه يواځې اسلامي نړۍ بلكې ټوله نړۍ ناكامه شوه.

974334
اردوغان: موږ مسلمانان د غندلو پرته بل څه نه كوو.

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان په استانبول كې د بيت المقدس په اړه مهمه اعتراضه غونډه كې چې شاوخوا ۵۰۰ زرو كسانو په كې ګډون كړى و، وينا واورله.

پدې غونډه كې چې `` پر ظلم لعنت او له بيت المقدسه ملاتړ`` تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ولسمشر اردوغان وويل چې د بيت المقدس په آزموينه كې نه يواځې اسلامي نړۍ بلكې ټوله نړۍ ناكامه شوه.

اردوغان په وينا كې د فلسطين له خلكو چې د خپلې مبارزې سره يې د ټول انسانيت حيثيت ساتلى دى، مننه وكړه. د اردوغان په وينا بيت المقدس يواځې يو ښار نه دى. دا يو سمبول، يوه آزموينه او قبله ده.

د اردوغان په وينا `` كه چېرې خپله لومړنۍ قبله ونشو ساتلى نو د اوسنۍ قبلې د راتلونكې په اړه هم بايد اندېښمن شو. كه ريښتيا ووايم د بيت المقدس په مسئله كې يواځې اسلامي نړۍ نه بلكې ټول بشريت ناكام شوى دى.۱۱

ولسمشر زياته كړه چې په ۱۹۶۷م كال كې كله چې اسراييلو پر بيت المقدس يرغل وكړ، ملګرو ملتونو چوپه خوله غوره كړه.  پدې ډول يې د بې عدالتۍ، بې وجدانۍ او بې اخلاقۍ پدې بهير كې په غير مستقيم ډول ځان شريك كړ.

اردوغان ګډونوالو ته په خطاب كې وويل چې `` آيا پوهېږئ چې ولې ټينګار كوم چې نړۍ تر ۵ لويه ده؟ ځكه چې په داسې نړۍ كې چې يواځې د امريكا د خوښې په دريځ محكومه وي، له ظلم پرته بل څه نشئ ليدلى.``

د اردوغان په وينا`` اسراييل د ۱۹۴۷م كال راهيسې هغه څه چې غوښتل په بې پروايئ سره ترسره كړل او اوس هم دا بې پروايي دوام لري. تر دې وروسته بايد پدې حقيقت سترګې پټې نشي. بيت المقدس ته د امريكا د سفارت د ودانۍ په انتقال سره يو ځل بيا ددې ښار محرميت ته لاس اوږد شوى دى. مسجد الاقصى د هرې ورځې په تېرېدلو سره د راډيكالو صهيونستانو د بوټانو په واسطه ناولې كيږي. د الخليل مسجد اوس هم يرغمل دى خو موږ مسلمانان د غندلو پرته بل څه نه كوو. ``

ولسمشر رجب طيب اردوغان زياته كړه چې تركيې د ډيپلوماټيو لارو او عملي ګامونو سره تل د فلسطينيانو ترڅنګ صف نيولى دى.



اړوند خبرونه