د فلسطين په اړه د اسلامي هېوادونو كنفرانس ته د اردوغان تاريخي وينا!

د فلسطين په اړه د اسلامي همكاريو د سازمان د غړو هېوادونو فوق العاده غونډه په استانبول كې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په پرانيستونكې وينا پيل شوه.

974339
د فلسطين په اړه د اسلامي هېوادونو كنفرانس ته د اردوغان تاريخي وينا!

 

ولسمشر اردوغان يو ځل بيا څرګنده كړه چې اسراييلو په غزه كې په دولتي ترهګرۍ او وحشت لاس پورې كړى دى. ولسمشر اردوغان وويل چې له بيت المقدسه دفاع كول د سولې او انسانيت نه د دفاع كولو په معنا دي.

`` موږ په نننۍ غونډه كې په خپله سيمه كې هغو كسانو ته چې غواړي زموږ سيمه په وينو او اوښكو كې ډوبه كړي، مخنيوى كوو.دا په ډاګه څرګندوو چې زموږ فلسطيني ورونه هېڅكله په خپله مبارزه كې يواځې نه دي. د بيت المقدس دعوا د ټول مسلمانانو دعوا ده.``

ولسمشر اردوغان وويل چې بيت المقدس دومره سپېڅلى او مبارك ښار دى چې نه بايد د هغه ترهګر دولت ته چې لاسونه يې د زرګونو معصومو انسانانو په وينو ككړ دي، پرېښودل شي.

اردوغان د امريكا په متحدو ايالتونو باندې هم د سختې نيوكې سره وويل ``چې امريكا د بيت المقدس ښار ته د خپل سفارت د ودانۍ د انتقال سره د لسګونو بېګناه ملكيانو عاموژنې ته زمينه برابره كړه او پدې ډول يې خپل لاسونه هم د بېګناه انسانانو په وينو ككړ كړل. اسراييل بايد د نړيوال قضايي سيستم پر وړاندې د وژل شوو بېګناه انسانانو حساب وركړي.``

ولسمشر وويل چې د فلسطين ستونزه به د ملګرو ملتونو عمومي مجلس ته انتقال كړي او هلته د ټولو اسلامي هېوادونو نه د ملاتړ هيله لري. د اردوغان په وينا اوس ټول پدې پوهيږو چې `` غندل، قهرېدل او چيغې وهل تر اوسه پورې ددې سبب شوي نه دي چې د ظلم او يرغل مخه ونيسي. تر هغه پورې چې مسلمانان خپل حق په خپله وانخلي هېڅوك يې ورته د سرو زرو په پتنوس كې نه راوړي.``



اړوند خبرونه