فلسطينيان په نړۍ د ټولو مظلومانو سمبولونه دي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې فلسطينيان د ظلمونو، عاموژونو او ناخوالو په ګاللو سره په نړۍ كې د ټولو مظلومانو سمبولونه دي.

965743
فلسطينيان په نړۍ د ټولو مظلومانو سمبولونه دي.

 

 

اردوغان چې په انقره كې د زيتون د غره د سولې د نړيوالې جايزې په غونډه كې ګډون كړى و، څرګنده كړه چې ``پر فلسطينيانو ظلمونه روان دي، حقونه او آزادۍ يې غصب شوې دي، ځينې يې ټپي او شهيدانيزي خو ددې ټولو سره سره د هغو مبارزه زموږ مبارزه ده.``

ولسمشر اردوغان د فلسطين د مسئلې په اړه پر نړيوالې ټولنې باندې هم نيوكه وكړې او هغه يې پدې برخه كې پر سكوت تورنه كړه. د اردوغان په وينا د فلسطين او بيت المقدس پر وړاندې د اسراييلو د ظلمونو پر خلاف به په دواړه جهانونو كې اعتراض وكړو. ولسمشر زياته كړه چې`` د فلسطين تر څنګ د سوريې مـسئله هم زموږ لپاره مهمه ده او دردوي مو. پدې برخه كې نړيواله ټولنه چوپه خوله ده. دوى موږ ښه پېژنو، دوى نه انساني او نه هم وجداني ارزښتونو باندې باور نه لري.``



اړوند خبرونه