د بیت المقدس په اړه د اسلامي همکاریو تشکیلاتو تاریخي پریکړه وکړه

د ترکیې په مشرۍ  په استانبول کې  جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو  سرمشریزې  د بیت القمدس په اړه  تاریخي پریکړه وکړه.

867935
د بیت المقدس په اړه د اسلامي همکاریو  تشکیلاتو تاریخي پریکړه وکړه

د ترکیې په مشرۍ  په استانبول کې  جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو  سرمشریزې  د بیت القمدس په اړه  تاریخي پریکړه وکړه.

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سرمشریزې  نه وروسته  په  خپور شوي  پریکړه لیک کې  ختیځ بیت المقدس  د فلسطین  د پلازمینې په توګه  اعلان شو.

په پریکړه کې لیک کې  د بیت المقدس په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ټرمپ  پریکړه په کلکو ټکو غندل شوې ده.

همداشان د سرمشریزې په پریکړه لیک کې  په نړۍوالې ټولنې  غږ شوی دی چې  ختیځ بیت المقدس  د فلسطین د پلازمینې په توګه  اعلان کړي. ختیځ بیت المقدس د اسراییلو تر اشغال لاندې  د فلسطین  د پلازمینې په توګه  اعلان کړي.

همداشان په پریکړه لیک کې  په امریکا  غږ شوی دی چې  د سولې د مذاکراتو په بهیر کې  د خپل رول  نه لاس واخلي. که چیرې امریکا پدې برخه کې په شا ګام اوچت نکړي  د هر څه مسئوله به دا هیواد وي.

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سرمشریزې د پریکړه لیک  مهمې مادې په لاندې ډول دي.

● ختیځ بیت المقدس  د فلسطین  د پلازمینې په توګه اعلانو.

●  پدې برخه کې ټولو هیوادونو ته  بلنه ورکوو.

● د بیت المقدس په اړه  د امریکا  پریکړو غندو.

● د بیت المقدس په اړه د امریکا پریکړه  د فلسطین د خلکو په حقونو ښکاره  برید دی.

● امریکا باید د سولې د مذاکراتو په بهیر کې د خپل رول نه لاس واخلي.

●  که چیرې امریکا  پدې اړه  د خپل رول نه لاس وانخلي  د ټولو  بدو پایلو مسئولیت به يي په غاړه وي.

● که چیرې  د ملګروملتونو د امینت شورا د بیت المقدس د مسلې په اړه  غوڅ ګامونه اوچت نکړي  مونږ تیار یو  چې دا مسله  د ملګروملتونو سازمان عمومي اجلاس ته  انتقال کړو.

● ټولو دولتونو ته  په فلسطین کې خپلې ډیپلوماتیکې نماینده ګۍ ختیځ بیت المقدس ته د انتقالولو بلنه ورکوو.

● ملګرو ملتونو سازمان  هر څه ژر باید  د فلسطین په مسله کې خپل مسئولیتونه پر ځای کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سرمشریزې نه وروسته  وویل چې «  پوره  باور لرم چې  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو ننۍ  سرمشریزې  ټولې  نړۍ ته دا په ډاګه کړه چې  بیت المقدس  بې کسه  او بې خاونده  ندی. زمونږ  د ټولو لپاره  د فلسطین  پلازمینه  ختیځ بیت المقدس  دی. نورو هیوادونو ته  هم  ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو  بلنه ورکوم. »

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په امریکا متحده ایالتونو غږ وکړ چې  وخت له وخته  تیر ندی  ، راشۍ  ددې غلطې  پریکړې نه لاس په سر  شۍ.



اړوند خبرونه