ترکیه : نړۍ باید ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه رسمیت پیژندو ته تشویق کړو

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه پیل شوه

867179
ترکیه : نړۍ باید ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه رسمیت پیژندو ته تشویق کړو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو وویل چې  ټول هیوادونه باید ختیځ بیت المقدس  د فلسطین د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د فوق العاده غونډې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په پرانیست وینا کې وکړې.

د ویلو ده چې ترکیه  نن  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د فوق العاده سرمشریزې کوربه توب کوي.

د یاد شوي  سازمان  د ډیرو غړیو هیوادونو ولسمشران پدې سرمشریزه کې د ګډون په خاطر  ترکیې ته راغلي دي. ددې سرمشریزې  اصلي موضوع د بیت المقدس  په اړه ده.

د سرمشریزې  د پیلیدو نه مخکې  د یاد شوي سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا غونډه پیل شوه.

غونډه  د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شوه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل « مونږ  چې  ختیځ بیت المقدس  د فلسطین د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژنو  باید  نور هم  دې کار ته تشویق کړو. نور هیوادونه هم باید تشویق کړو چې  فلسطین  د ۱۹۶۷ پولو او ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په توګه  په رسمیت وپیژني. »

هغه وویل چې  د امریکا لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو سره  په اصل کې  د اسراییلو یرغل ته  مشروعیت ورکول دي.

نړۍ باید  ددې اقداماتو پر وړاندې  چپه خوله پاتې نشي.



اړوند خبرونه