ولسمشر اردوغان : د بیت المقدس برخلیک به د ترهګر دولت انصاف ته پرینږدو

ولسمشر اردوغان په ټرمپ او اسراییلو سختې نیوکې وکړې

865345
ولسمشر  اردوغان  : د بیت المقدس برخلیک به د ترهګر دولت انصاف ته پرینږدو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا  د ولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو  د پریکړې په اړه په غبرګون کې وویل « بیت المقدس زمونږ  د سترګو نور  دی. د سترګو نور به د ماشومانو قاتل او ترهګر دولت  ته  پرینږدو . »

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د ترکېې د سیواس په ولایت کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند په کانګره کې  وکړې.

ولسمشر اردوغان د امریکا په اسراییلو په غبرګون کې وویل «  په هغه هیوادونو کې چې ځان  د پرمختللې ډیموکراسۍ  زانګو ګڼي  له بده مرغه چې  د انسانانو  تر ټولو مسلم حقونه  او ازادۍ  په ډیرې بې رحمۍ  په قتل رسول کیږي. زمونږ  نه بیا  پدې اړه  په هر څه باندې د سترګو پټولو، بې عدالتیو ته د غاړې ایښودو، د ماشومانو  د وینو د پاسه  د جوړ شوي  ظالم  نظام  د غږ د نه اچتولو ، د ټولو ارزښتونو د خپو لاندې کولو او دوی ته  د تسلمیت  غوښتنه کوي. خو  مونږ  به  هیڅکله هم  سترګې پټې نکړو  او بې عدالیتو ته به غاړه کینږدو.»

ولسمشر اردوغان  وویل چې  ورورنو  مسلمان او بیا  ترک مسلمان  هیڅوخت  د بې عدالتیو او  ظلم  پر وړاندې  سر  نه ټیټوي. هیڅوخت  چپه خوله نه پاتې کیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  زمونږ  لپاره ظالم  او مظلوم  څوک  دی هیڅکوم ارزښت نلري. مونږ  د ظالم  او مظلوم  هویت، دین، ژبې، طاقت او قوت ته په کتو سره  حرکت  نه کوو. مونږ  که  ظالم  په هره اندازه  قوي  وي  هغه ته ظالم  او که مظلوم په هره اندازه  ضعیفه وي  د هغه  د حق نه  دفاع کوو. که چیرې  زمونږ  سکنی  ورور  هم  ظالم  وي  په مقابل کې  دریږو  او غږ اوچتو.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ  لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پيژندو  پریکړه  د ذرې په اندازه  اهمیت  او ارزښت  نلري. ځکه چې  ټرمپ  ددې خبرې نه صلاحیت  او حق  نلري. د امریکا لخوا خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته  انتقالولو  زمونږ  لپاره  د ذرې په اندازه  حکم  او  قیمت نلري.

ولسمشر اردوغان وویل  « لکه څرنګه چې پوهیږي  پدې سیمه کې  چې ترکیه يي په مرکز کې  موقعیت لري د ډیرې سختې دورې  نه تیریږي. ترکیه چې په کومه اندازه  د سولې، ثبات او امنیت په خاطر هلې ځلې کوي  زمونږ  دښمنان  په همدې اندازه  غواړي چې اسلامي نړۍ په اوښکو کې ډوبه کړي. »

ولسمشر اردوغان وویل چې بیت المقدس  زمونږ  د سترګو  نور  دی  او د خپلو سترګو نور به  د ماشومانو قاتل  یو ترهګر  دولت ته هیڅکله هم  ونه سپارو. د سترګو نور او د ټولو مسلمانانو لومړنۍ قبلې برخلیک به  یو قاتل  او ظالم  دولت انصاف ته پرینږدو.

ولسمشر اردوغان په اسراییلو  غږ وکړ چې ای اسراییل !  ترک ملت  هیڅکله هم  د ظالم  پر وړانډې  سر نه ټیټوي. په ظلم  سترګې نه پټوي. ځکه چې د ترک ملت په فطرت کې  ظلم، قتل عام شتون نلري. ترک ملت  د چا ګواښونو نه ډاریږي.

ولسمشر اردوغان  په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو  چې ددې ظلم  پر وړاندې  لکه څرنګه چې  لازم  دی  غږ  ندی اوچت کړی  سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل د یو زیات شمیر عربي هیوادونو نه  چې د بیت المقدس  په اړه يي  لکه څرنګه چې لازم  دی  غبرګون ندی ښودلی  او نن ورځ هم  د ظالمانو  تر څنګ  يي  په صف کې  ځای نیولی  دی  سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې نن ورځ صفونه  معلوم  دي. هر سړی باید په خپل صف کې ځای ونیسي.



اړوند خبرونه