د هر سګرټ په څښولو سره  ۲۰ دقیقې ژوند لنډیږي.

د انګلستان  د لندن پوهنتون کالج  څېړونکو موندلې چې هر سګرټ څښل د انسان د ژوند اوسط عمر شاوخوا ۲۰ دقیقې لنډوي.

2225575
د هر سګرټ په څښولو سره  ۲۰ دقیقې ژوند لنډیږي.

د هر سګرټ په څښولو سره  ۲۰ دقیقې ژوند لنډیږي.

د انګلستان  د لندن پوهنتون کالج  څېړونکو موندلې چې هر سګرټ څښل د انسان د ژوند اوسط عمر شاوخوا ۲۰ دقیقې لنډوي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د انګلستان  د لندن پوهنتون کالج  څېړونکو د برټیش ډاکټرز سټډي چې په ۱۹۵۱ کې پیل شوی او د میلیون ومن سټډي چې د ۱۹۹۶ راهیسې د ښځو روغتیا څېړي، وروستي معلومات وڅېړل.

څېړونکو د دې معلوماتو په رڼا کې وموندله چې هر سګرټ څښل د ژوند موده شاوخوا ۲۰ دقیقې لنډولای شي. د دې له مخې، هر پاکټ چې ۲۰ سګرټ لري، د ژوند موده شاوخوا ۷ ساعته لنډوي.

د څېړنې په لړ کې څېړونکو وموندله چې که څوک په ورځ کې ۱۰ سګرټه څښي او د جنوري له لومړۍ نېټې څخه سګرټ پرېږدي، کولی شي د جنوري تر ۸مې د خپل ژوند د یوې ورځې لنډېدو مخه ونیسي.

د دې له مخې، که دغه کس سګرټ نه څښل جاري وساتي، کولی شي د فبروري پر ۵مه د یوې اونۍ او د اګست پر ۵مه د یوې میاشتې لنډېدو مخه ونیسي. دا په یو کال کې د ژوند مودې د ۵۰ ورځو لنډېدو مخنیوی کېدای شي.

د څېړنې له لیکوالانو څخه ساره جکسن په خپلو څرګندونو کې وویل "هغه کسان چې سګرټ نه پرېږدي، د خپل ژوند له مودې څخه په اوسط ډول ۱۰ کاله له لاسه ورکوي."

جکسن وویل، "ځینې خلک فکر کوي چې د ژوند د څو کلونو له لاسه ورکول مهم نه دي، ځکه چې زړښت د مزمنو ناروغیو یا معلولیت سره تېرېږي. خو سګرټ څښل د ژوند ناروغه دوره نه لنډوي. دا ستاسو د منځني عمر روغ کلونه لنډوي."

د څېړنې موندنې د "جرنل اف اډیکشن" په نوم مجله کې خپرې شوې دي.


پيوندونه: #ژوند لنډول , #سګرټ

اړوند خبرونه