د سویډن او امریکا ساینس پوهانو وموندله چې زړه خپلواکه عصبي سیستم لري
هغه مفکوره او نظریه چې زړه یوازي د مغز لخوا کنترولیږي، د ساینس پوهانو یوه حیرانوونکي کشف سره بدلون مومي.
2219883
هغه مفکوره او نظریه چې زړه یوازي د مغز لخوا کنترولیږي، د ساینس پوهانو یوه حیرانوونکي کشف سره بدلون مومي.
د سویډن د کارولینسکا انستیتیوت او امریکا متحده ایالتونو د کولمبیا پوهنتون څیړونکو، دا څرګنده کړه چي زړه خپل خپلواک عصبي سیستم لري.
دا خپلواک عصبي سیستم چي "مایکرو مغز" بلل کیږي، د زړه ریتم تنظیموي.
پخوا داسي انګیرل کیدل چي زړه د مغز له خوا د اوتونوم عصبي سیستم له لاري کنترولیږي.
خو دغې څیړنې وښودله چي د زړه دیوال کي دا عصبي شبکه چې تر دي مخکي مونږ په اړه فکر هم نشو کولی ډیره پیچلې ده، او د زړه د ریتم په تنظمولو کې خپلواک رول ولوبوي.
د کارولینسکا انستیتیوت څخه ډاکتر کانستانتینوس امپاتزیس ویلي دي چې "لکه مغز چي د تنفس یا حرکت رتمیک عملونه تنظیموي، همداسي دا مایکرو مغز هم د زړه د ریتم په تنظیمولو کي حیاتي رول لوبوي.