ډير غوړ لرونکي خواړه د چاغۍ سربیره د اندېښنې او خپګان لامل کېږي.
د امریکا متحده ایالتونو د کولوراډو بولډر پوهنتون څېړنې ښودلې چې لوړ غوړلرونکي خواړه کولای شي د کولمو ګټورو باکټریاو ته زیان ورسوي ، چلند بدل کړي او د کولمو-مغز اړیکو له امله اندېښنه زیاته کړي.
ډير غوړ لرونکي خواړه د اندېښنې او خپګان لامل کېږي.
د امریکا متحده ایالتونو د کولوراډو بولډر پوهنتون څېړنې ښودلې چې لوړ غوړلرونکي خواړه کولای شي د کولمو ګټورو باکټریاو ته زیان ورسوي ، چلند بدل کړي او د کولمو-مغز اړیکو له امله اندېښنه زیاته کړي.
پروفیسور کریستوفر لوري او د هغه ټیم د ډیرو غوړو خوړو د اغېزو د پوهېدو لپاره په موخه په ځوانو موږکانو تجربه وکړه. موږکان په دوو ډلو ووېشل شول، لومړۍ ډله یې په معیاري خوړو چې شاوخوا ۱۱ سلنه غوړ یې درلود تغذیه کېدې، په داسې حال کې چې دویمه ډله په لوړو غوړو خوړو چې ۴۵ سلنه یې د حیواني مشبوع غوړ درلودل تغذیه کېدې.
څېړونکو د نهو اونیو په موده کې د موږکانو د کولمو باکټریاوې د غایطه موادو له لارې وڅارلې او د هغوی چلند یې وارزاوه. د څېړنې پایلې وښودلې چې په لوړو غوړو خوړو تغذیه شوې موږکانو د کنټرول ډلې په پرتله ډېر وزن اخیستی و.
ساینس پوهانو څرګنده کړه چې دا څېړنه د خوړو رژیم، د کولمو روغتیا او ذهن ترمنځ پېچلې اړیکې په ډاګه کوي. که څه هم د کاربوهایډریټو او غوړو لوړه کچه لرونکي خواړه لنډمهاله ارامتیا رامنځته کوي، خو د اندېښنې او خپګان لامل کېږي او همدارنګه په عمومي روغتیا باندې د هغو اوږدمهاله اغېزې په انساني بدن منفي اغېز کوي.
متخصصینو وویل چې د متوازن خوړو غوره کول د فزیکي او رواني روغتیا ساتلو لپاره مهم دي، او دا یې هم وویل چې غیر صحي غوړ لرونکي خواړه له مزمنو ناروغیو سره تړاو لري. سربېره پر دې، دا ډول خواړه نه یوازې د کولمو روغتیا او اندېښنې اغېزمنوي، بلکې په بدن کې د التهاب لامل هم کېدای شي.