په نارینه وو کې د سینې سرطان پیښې مخ په ډیریدو دي.
پدې وروستیو کلونو کې په نارینو کې هم د سینې سرطان کچه لوړه شوې ده
په نارینه وو کې د سینې سرطان پیښې مخ په ډیریدو دي.
د تورکیې تکیرداغ نامیک کمال پوهنتون د طب پوهنځي پروفیسورې ډاکټر سیبل اوزکان ګوردال وویل چې په نارینه وو کې د سینې سرطان پیښې د تیرو کلونو په پرتله ډیر شوي.
ګورډال، د سینې سرطان د پوهاوي میاشتې په چوکاټ کې خبریالانو ته په خپله وینا کې، وویل چې د سینې سرطان د هغو سرطانونو څخه دی چې تشخیص کیدونکی دی.
ګوردال د دې په بیانولو سره چې په وخت تشخیص سره د ناروغانو د رغیدو چانس ۹۰ سلنې ته لوړیږي، وویل "د سینې سرطان په میرمنو کې د سرطان ترټولو عام ډول دی، د دې سرطان مخنیوی د هرې میرمنې لخوا چې د ۴۰ کلنۍ نه وروسته په منظم ډول سره د میموګرافي او پخپله د معاینه کولو سره ممکن دی.
ګوردال دا هم وویل چې په وروستیو کلونو کې په نارینه وو کې د سینې سرطان پیښې زیاتې شوي دي.
ګوردال وويل "نارينه هيڅکله د سينې د سرطان د احتمال په اړه فکر نه کوي. په خو نارينه کیدای شي د سينې سرطان ولري. د سينې سرطان په نارينه وو کې د تيرو کلونو په پرتله زيات عام شوی دی."