د هوا پیژندنې نړۍوال سازمان : د اقلیمي ناورینونو په پيښو کې ۲ میلیونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هوا پيژندنې نړۍوال سازمان د ۱۹۷۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځه په نړۍ کې د رامنځته شوو اقلیمي ناورینونو او پيښو راپور خپور کړ.
د هوا پيژندنې نړۍوال سازمان د ۱۹۷۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځه په نړۍ کې د رامنځته شوو اقلیمي ناورینونو او پيښو راپور خپور کړ.
د نوموړي سازمان لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي چې د ۱۹۷۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځه په نړۍ کې څه باندې ۱۲ زره ډیر ستر اقلیمي پيښې او ناورینونه رامنځته شوي چې په نتیجه کې تر ۲ میلیونو تنو ډیرو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هوا پيژندنې نړۍوال سازمان مشر پیتري تالاس په جینیوا کې د ملګروملتونو په سازمان په دفتر کې په خبري غونډه کې د اقلیم د بدلون او دوامداره پراختیايي هدفونو اړوند ( په ساینس او علم کې اتحاد ) تر نامه لاندې راپور خپور کړ.
پدې راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ، د اقلیم اړوند د دومداره پراختیايي هدفونو یواځې ۱۵ سلنه عملي شوي او ترسره شوي دي.
د ۱۹۷۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځه د هوا ، اقلیم بدلون او اوبو اړوند څه باندې ۱۲ زره ډیر ستر اقلیمي ناورینونه رامنځته شوي دي.
پدې پیښو او ناورینونو کې تر ۲ میلیونو تنو ډیرو انسانانو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ عشاریه ۳ تریلیونه ډالره مالي زیانونه رامنځته کړي دي.
له ۹۰ سلنې څخه زیاتې مړینې او ۶۰ سلنه اقتصادي زیانونه په مخ پر ودې اقتصادونو کې رامنځ ته شوي او د دوامدارې پراختیا مخه یې نیولې ده.
د نړۍ د تودوخې لوړوالی د هوا د سختو شرایطو لامل کیږي. دا احتمال چې د کلنۍ منځنۍ تودوخې درجه به په موقتي توګه د صنعتي انقلاب څخه دمخه د 1.5 درجې سانتي ګراد څخه لږ تر لږه په راتلونکو 5 کلونو کې د یو کال لپاره ۶۶ فیصده محاسبه کیږي، او دا احتمال د وخت په تیریدو سره زیاتیږي.
پداسې حال کې چې تر اوسه پورې د ۲۰۳۰ کال هدفونو په چوکاټ کې د اقلیم د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې ډیر لږ پرمختګ شوی، د کاربن ډای اکسایډ اخراج په نړیواله کچه په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۱ سلنه او د تیر کال په پرتله صفر عشاریه ۳ سلنه ډیر شوي.
د پاریس د تړون له مخې د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي د محدودولو لپاره د پاریس د تړون له مخې باید تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ د شنو خونو ګازونو اخراج په ترتیب سره ۳۰ سلنه او ۴۵ سلنه کم شي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، د کمښت کچه باید تر ۲۰۵۰ کاله پورې خالص صفر ته ورسیږي.
هغه وویل چې ساینسي او ټیکنالوژیکي پرمختګونه کولی شي د دوامدار پراختیا اهدافو کې مرسته وکړي.
دې ته په اشارې سره چې تر ۲۰۲۷ کاله پورې د هرچا لپاره د اقلیم پورې اړوند "لومړني خبرتیا" سیسټمونه ترلاسه کول به ژوند او معیشت خوندي کړي . هغه وویل چې دا به د دوامداره پرمختګ ساتلو کې هم مرسته وکړي.
"د ساینسي حلونو بیړنۍ اړتیا د پخوا څخه ډیره ده. دې هدف ته رسیدل به لوی پیمانه، چټک او سیسټمیک بدلونونو ته اړتیا ولري."
هغه د انادولو خبري اژانس د خبریا ددې پوښتنې په خواب کې چې ،
"د هوا پېژندنې د پېښو په اړه مبالغه او بې بنسټه تبصرې ډېرې شوې دي. دا وضعیت په نړیوالو او ملي خلکو کې د وېرې لامل کېږي. ایا تاسو د دې ناسمو معلوماتو سره د مبارزې لپاره کوم پلان او اراده لرئ؟ "موږ د نړۍ پای ته نه ځو، موږ د انسانیت یا بایوسفیر پای ته نږدې نه یو.".
هغه ټینګار وکړ چې که نړۍ د پاریس تړون اهدافو حد ته ورسیږي ، نو خلک به یو لا ښه انځور وګوري ، او وویل: دا پدې مانا ده چې موږ کولی شو د اقلیم منفي اغیزو سره ژوند وکړو."
هغه خبرداری ورکړ چې که د اقلیم د بدلون پر وړاندې مبارزه ناکامه شي او د نړۍ د تودوخې درجه ۲.۸ درجې سانتي ګراد ته ورسېږي، ښايي د لا زیاتو منفي پيښو او اغیزو سره مخ شو.
هغه د دې په ټینګار سره چې دوی د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په اړه هیله مند دي، وویل، "له دې امله، موږ به په اتوماتيک ډول به د لمنځه تلو باندې محکوم نشو ، مګر دا روښانه ده چې موږ باید د خپلې هیلو کچه لوړه کړو."