د روغتیا نړۍوال سازمان نړۍ هیوادونو ته د کرونا ویروس د فرعي ډول ایریس په اړه خبرداری ورکړ
د روغتیا نړیوال سازماند (WHO) د نړۍ هیوادونو ته د کرونا ویروس د ایریس په نامه د یو فرعي ډول په اړه خبرداری ورکړی .
د روغتیا نړیوال سازماند (WHO) د نړۍ هیوادونو ته د کرونا ویروس د ایریس په نامه د یو فرعي ډول په اړه خبرداری ورکړی . روغتیا نړۍوال سازمان د هیوادونو نه د کرونا ویروس په اړه د تدابیرو د نه لرې کولو غوښتنه وکړه.
په امریکا ، اروپا او آسیا کې، د کوویډ - 19 انتانات او په روغتونونو کې بستر کیدل مخ په ډیریدو دي.
روغتیایی چارواکي د نوموړو انتاناتو د ډیریدو لامل د کرونا ویروس د اومیکرون ډول چې د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په میاشت کې کشف شوی وو یو فرعي ډول ایریس په ګوته کوي.
د روغتیا نړۍواله سازمان څرګنده کړه چې د کرونا ویروس نوی ډول ایریس باید د نورو ډولونو په پرتله ډیر نږدې د تعقیب لاندې ونیول شي، ځکه چې دا ممکن ډیر ساري یا شدید وي.
د روغتیا نړۍوال سازمان هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د نوي ډول له امله د کوویډ - 19 اقدامات نه پورته کوي.
نوی فرعي ډول ایریس ، چې تقریبا د اومیکرون ډول په څیر ورته نښې لري، تر اوسه په ۵۱ هیوادونو کې لیدل شوی دی.همداشان کارپوهان بیا وايي چې د ژمي د رارسیدو سره ممکن ایریس لا په چټکه توګه خپور شي.