د اروپا د ناروغیو مخنیوي مرکز : د بیزو د چیچک ویروس خپریدو احتمال ټیټ دی
د اروپايي ټولنې په ۹ غړیو هیوادونو کې د بیزو د چیچک ۶۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

د اروپايي ټولنې په ۹ غړیو هیوادونو کې د بیزو د چیچک ۶۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. په ۶۷ تنو کې دا ویروس لیدل شوی او لویو کیتلو د دې ناروغۍ د خپریدو احتمال خورا ټیټ دی.
اروپايي ټولنې اړوند د اروپا د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز چې ددینه مخکې په ۸ هیوادونو کې د بیزو چیچک د ۸۵ مثبتو پیښو د ثبتیدو نه خبر ورکړی وو په رقم کې اصلاحات راوستل او دا رقم يي ۶۷ ته راټیټ کړ.
اروپا د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز د خطر ارزونې له مخې په اتریش، بلجیم، فرانسه، جرمني، ایټالیا، هالنډ، پرتګال، هسپانیه او سویډن کې د می د ۱۵ څخه تر ۲۵ مو نیټو پورې د بیزو چیچک ویروس پیښې لیدل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دا ناروغي د اخته کس د مخاطي غشاء ، د خراب شوي پوستکي او یا د تنفسي څاڅکو د اوږدې مودې د تماس له لارې بل کس ته انتقالیږي.
د اروپا د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز رئیس انډیا امون د موضوع په اړه په یوه بیان کې وویل، "ډیری اوسنۍ پیښې لږې نښې لري. لوی نفوس ته د ناروغۍ د خپریدو احتمال خورا ټیټ دی."
اړوند خبرونه

په پاکستان کې د سرې سترګې ساري ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په خوریدو ده
په پاکستان کې د "سرې سترګې" (کنجکټیوایټس) په ساري ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له ۸۶ زرو څخه واوښت.