په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۶۶۳۳ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1778548
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۴۳۸ زره او ۵۵۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۶۶۳۲ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۴۹۳۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۴ میلیونه ۱۷۳ زره او ۳۶۷  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۵۷۶ زره او ۵۸ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۶۴۰ زره او ۸۵۹ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۶ میلیونه ۲۸۶ زره او ۷۲۲ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه