په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۲۸۵۶ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۴۱۷ زره او ۱۶۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۲۸۵۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۹۹۲۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۰ میلیونه ۶۶۵ زره او ۶۶۴ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۳۳۱ زره او ۶۲۴ تنو ته د کرونا ویروس لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۲۵۳ زره او ۹۰۴ تنو ته لومړی او دویم ډوز او ۲۴ میلیونه ۲۲۳ زره او ۸۷۰ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.
اړوند خبرونه

د اروپا د ناروغیو مخنیوي مرکز : د بیزو د چیچک ویروس خپریدو احتمال ټیټ دی
د اروپايي ټولنې په ۹ غړیو هیوادونو کې د بیزو د چیچک ۶۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي