ترکیې د چین نه وروسته د جرمني نه هم د کرونا ویروس واکسین واخیستل.

ترکیې ته د بیو ان تګ په نامه د کرونا ویروس واکسین هم راورسیدل

1607976
ترکیې د چین نه وروسته د جرمني نه هم د کرونا ویروس واکسین واخیستل.
biontech.jpg

 

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د تیرې اونۍ راهیسې څه باندې یو میلیون او ۴۰۰ زره ډوزه د بیو ان تګ په نامه د کرونا ویروس ضد واکسین ترکیې ته راانتقال شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې تیره اونۍ ۵۸۰۰ ډوزه د بیو ان تګ په نامه د کرونا ویروس ضد واکسین د ازمایښت په موخه ترکیې ته راوړل شوو . همداشان د ازمایښت د پایته رسیدو نه وروسته تیره ورځ ۷۵۰ زره ډوزه بیو ان تګ واکسین ترکیې ته راانتقال شو.

همداشان په دویم پړاو کې هم ۷۰۰ زره ډوزه واکسین ترکیې ته راانتقال شو چې جمعآ یو میلیون او ۴۵۰ زره ډوزه ترکيې ت راانتقال شوی دی.

هغه ویلي دي چې د بیو ان تګ واکسین د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې تطبیقیږي.

د یادولو وړ ده چې د بیو ان تګ په نامه د کرونا ویروس ضد واکسین د دوو تنو ترک ساینس پوهانو لخوا چې په جرمني کې میشت کې جوړ شوی .

همداشان ترکیې ددې سربیره د چین نه ۵۰ میلیونه ډوزه د کرونا ضد واکسین پیرودلی دی.

په ترکیه کې د کرونا ویروس د واکسین لړۍ په ډیره ښه او چټکه توګه پر مخ روانه ده.

د واکسین شوو شو کسانو شمیره ۱۴ میلیون او ۱۵۰ زرو ته رسیدلې تمه کیږي چې نن ۱۴ نیم میلیونو نه واوړي.



اړوند خبرونه